کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستانۍ لوبډلې پر زمبابوې ۳۷۸ منډې واړولې

پاکستانۍ لوبډلې پر زمبابوې ۳۷۸ منډې واړولې

پاکستانۍ لوبډلې پر زمبابوې ۳۷۸ منډې واړولې او اوس به یو ځل د زمبابوې لوبډله توپ وهنه کوي.

دغه لوبه چې د زمبابوې په کوربتوب د میي د میاشتې په اوومه نیټه پیل شوه، د لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

پاکستانۍ لوبډلې د ۱۴۸ اورونو په لوبولو سره ۵۱۰ منډې وکړې، اته لوبغاړي یې وسوځیدل او د توپ وهنې وار یې د زمبابوې لوبډلې ته ور کړ. د پاکستان له لورې عابد علي ۲۱۵ ناسوځیدلې، اظهر علي ۱۲۶ او نعمان علي ۹۷ منډې وکړې.

د زمبابوې له لورې بلیسنګ مورزباني درې، ټانډی چسیرو دوه او ریچارډ نګروا، ډونلډ تریپانو او لوک جانګوی یوه ـ یوه لوبغاړی وسوځاوه.

بل لوري ته د زمبابوې لوبډلې د پاکستان د توپ اچونکو پر وړاندې ښه توپ وهنه ونه کړای شوه او ټوله لوبډله یې په ۶۱ اور کې په ۱۳۲ منډو وسوځیدله او له ډلې ریګس چکابوا ۳۲ ډېرې منډې وکړې.

د پاکستان له لورې په توپ اچونه کې حس علي ښه وځلید او پنځو لوبغاړو په سوځیدلو وتوانیده او ترڅنګ یې ساجد خان دوه، شاهین اپریدي او تابش خان یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

حسن علي

اسلام اباد د پېښور لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه

د پاکستان سوپر لیګ په دویمه ایلیمینیټر لوبه کې د کمزوري پیل وروسته د اسلام …