کورپاڼه / سياست او روانې چارې / سعودي عربستان کې له خلکو د میاشت لیدلو غوښتنه شوې
د شوال میاشت

سعودي عربستان کې له خلکو د میاشت لیدلو غوښتنه شوې

د سعودي عربستان سترې محکمې په دغه هېواد کې له خلکو نه غوښتنه کړې ده، چې د روژې په ۲۹مه نېټه دې د شوال د میاشتې د لیدلو هڅه وکړي.

نن د روژې مبارکې میاشتې ۲۷مه ورځ ده او داسې ویل کېږي، چې يوه روژه خوړل شوې ده، خو که چېرته يوه روژه کمه وي، نو د روژې میاشتې په ۲۹م ماښام به د شوال میاشت ولیدل شي.

د سعودي رسنیو د راپورونو په وېنا، سترې محکمې له خلکو نه غوښتنه کړې ده، چې د سه شنبې په ماښام، د روژې په ۲۹مه دې د شوال د میاشتې لیدو هڅه وکړي او که هر چا میاشت ولیدله، نو نږدې مسوولینو ته دې خبر ورکړي.

د یادولو وړ ده چې ډېر احتمال داسې شته، چې د چارشنبې په ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي، خو که چېرته ۳۰ روژې پوره شي، نو بیا به اختر د پنجشنبې په ورځ وي.

افغانستان هم د روژې او اخترونو اعلان د سعودي عربستان د سترې محکمې د اعلان نه وروسته کوي، ځکه په افغانستان کې د روژې او اخترونو میاشتې ليدو لپاره کومه ځانګړې غونډه نه کېږي.

دا هم ولولئ

مفتي عزیزالرحمان او مولانا عبدالعزیز

مولانا عبدالعزیز: مفتي عزیزالرحمان دې د مینار پاکستان نه ښکته راوغورځولی شي

د پاکستان د سور جومات (لال مسجد) او مدرسې مشر مولانا عبدالعزیز وايي، چې مفتي …