کورپاڼه / جالب / دا ښځه ادعا کوي چې ۵۲ ځلې فضايي مخلوق (ایلینز) تښتولې، خو د څه لپاره؟ دلته يې ولولئ
فضايي مخلوق

دا ښځه ادعا کوي چې ۵۲ ځلې فضايي مخلوق (ایلینز) تښتولې، خو د څه لپاره؟ دلته يې ولولئ

ایلین یا فضايي مخلوق زموږ په نړۍ کې شته او که نه، په دې اړه خو له ډېرې اوږدې مودې راهیسې بحثونه روان دي، خو اوس یوې ښځې ادعا کړې ده، چې هغه لسګونه ځلې فضايي مخلوق ایا ایلینز اختطاف کړې، خو کوم ثبوت يې نه دی پېدا شوی. که کوم ثبوت پېدا هم شوي، نو هغه ایډیټ شوی یا درواغ ګڼل کېږي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، دا ښځه د برېتانيې د برېډفورډ اوسېدونکې ده، پنځوس کاله عمر لري او پالا سمیت نومېږي. نوموړې ادعا کوي، چې تراوسه پورې ۵۲ ځلې فضايي مخلوق تښتولې ده. هغه وايي ایلینز یې بلې نړۍ ته بوځي او هلته چکر ورکوي.

پالا زیاتوي، فضايي مخلوق مې له کوچنیوالي راهیسې اختطاف کوي، تراوسه پورې له ۵۲ ځلو زیات ځلې دا کار شوی دی. پالا وايي چې هغه د دې هر څه ثبوتونه هم لري، نوموړې د بدن ځينې نښې هم ښکاره کړې دي، کله چې فضايي مخلوق هغه اختطاف کوي، نو په بدن يې یوه ځانګړې نښه جوړوي، دا نښه د فضايي مخلوق کې یوه ځانګړې معنا لري.

نوموړې وايي، چې ایلین د هغې له تښتولو مخکې هېڅ خبر نه ورکوي. د کورنۍ غړي يې وايي، چې نوموړې په ناڅاپي ډول د څلور یا پنځه ساعتونو لپاره د کور څخه ورکه شي او بیا بېرته راشي. پالا وايي، دا وخت د فضايي مخلوق سره وي او هغوی ورته داسې تخنیکونه ښايي، چې تراوسه پورې په نړۍ کې نشته.

پالا وايي، چې له تښتولو وروسته فضايي مخلوق هغې ته داسې درمل ورکوي، چې هغه د منډې هڅه کوي خو نه يې شي کولی، ډېره کمزورې شي. فضايي مخلوق راته د اسمان او سمندر بدل رنګونه ښايي. پالا د هغه ځای یو انځور هم جوړ کړی دی، چې کوم ځای ته هغه بیايي، نو هغه څه ډول ښکاري.

پالا چې کله تجربه له خلکو سره شریکه کړه، نو ډېری خلکو پرې د لېونۍ ګمان وکړ، خو هغه وايي چې د خلکو خبرې ورته هېڅ ارزښت نه لري. هغه وايي، نور داسې خلک به هم وي چې له فضايي مخلوق سره به یې لیدلي وي، هغوی ته پکار دي چې خلکو ته هر څه ښکاره کړي.

دا هم ولولئ

که انسان په زر کاله ژور خوب وېده شي نو په نړۍ کې به څه بدلون رامنځته شي

که چېرته ټول انسانان د زرو کلونو لپاره په ژور خوب ویده شي او له …