کورپاڼه / خپلواک / شعېب اختر د پاکستان لوبډله ورټله
شعېب اختر

شعېب اختر د پاکستان لوبډله ورټله

خپلواک وېبپاڼه (٥ نومبر ٢٠١٩): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي د اسټراليا پر وړاندې د پاکستانۍ لوبډلې په ماتې باندې خپله لوبډله او لوبغاړي ورټل.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وينا، په يوه مرکه کې شعېب اختر وويل، چې په دويمه شل اوريزه لوبه کې ويکټ د توپوهنې لپاره ډېره ښه جوړه وه، چې ٢٠٠ منډې په اسانۍ ترلاسه کېدلاى شوې، خو د پاکستان لوبغاړو په توپوهنه کې تيکنيک او هوښيارتيا ښکاره نه کړه او دغه چانس يې له لاسه ورکړ.

هغه وويل، چې حارث سهېل او فخر زمان هېڅ خپله وړتيا ښکاره نه کړه، بابر اعظم د لوبډلې د بريا لپاره ډېره خواري وکړه، خو خفه شوم چې ټوله خواري يې اوبو يوړه. هغه وايي، چې له بابر اعظم پرته هېڅ توپوهونکى داسې نه و چې هغه دې په اسټراليايي توپ اچوونکو باونډرۍ ووهي.

اسټراليا په دويمه شل اوريزه لوبه کې پاکستانۍ لوبډله ماته کړه

باران د پاکستان لوبډله له اسټراليايي توپوهونکو وژغورله

د بنګله دېش ښځو له پاکستانيو ښځو سره لوبلړۍ مساوي کړه

د پاکستان دغه پخوانى چټک توپ اچونکى شعېب اختر وايي، چې که څه هم اسټراليا په لوبه کې بريا خپله کړه، خو ښه لوبه يې ونکړه. هغه وايي چې سټيو سميت نيمه سليزه ووهله، خو په توپوهنه کې يې کوم خاص تيکنيک ښکاره نه کړ. هغه وايي چې د اسټراليايي لوبغاړو ځانګړې خبره دا ده، چې هغوى زړور لوبغاړي.

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې سټيو سميت په محمد عامر باندې درې څلور څلوريزې هم ووهلې، که د محمد عامر په ځاى زه واى، نو ما حتماً درې څلور باونسرې کولې.

شعېب اختر په خپلو خبرو کې وايي، که چېرته د اسټراليا او پاکستان په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې باران نه واى شوى، نو په هغه لوبه کې هم اسټراليا پاکستانۍ لوبډلې ته ماته ورکوله.

د يادولو ده چې د اسټراليا په کانبرا کې د اسټراليا او پاکستان ترمنځ دويمه شل اوريزه لوبه ترسره شوه، چې پاکستان لومړى توپوهنه وکړه او ١٥٠ منډې يې وکړې، چې د ١٥١ منډو هدف د اسټراليا لوبډلې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ٧ ويکټو يې بريا خپله کړه.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …