کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان یو ځل بیا زمبابوې ته شرمونکې ماتي ورکړه او کلین سویپ یې کړ

پاکستان یو ځل بیا زمبابوې ته شرمونکې ماتي ورکړه او کلین سویپ یې کړ

پاکستان یو ځل بیا زمبابوې ته شرمونکې ماتي ورکړه او د دواړو ټیسټ لوبو په ګټلو یې کلین سویپ کړه.

دغه لوبه چې د زمبابوې په کوربتوب د میي د میاشتې په اوومه نیټه پیل شوه، د لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

پاکستانۍ لوبډلې د ۱۴۸ اورونو په لوبولو سره ۵۱۰ منډې وکړې، اته لوبغاړي یې وسوځیدل او د توپ وهنې وار یې د زمبابوې لوبډلې ته ور کړ. د پاکستان له لورې عابد علي ۲۱۵ ناسوځیدلې، اظهر علي ۱۲۶ او نعمان علي ۹۷ منډې وکړې.

د زمبابوې له لورې بلیسنګ مورزباني درې، ټانډی چسیرو دوه او ریچارډ نګروا، ډونلډ تریپانو او لوک جانګوی یوه ـ یوه لوبغاړی وسوځاوه.

بل لوري ته د زمبابوې لوبډلې د پاکستان د توپ اچونکو پر وړاندې ښه توپ وهنه ونه کړای شوه او ټوله لوبډله یې په ۶۱ اور کې په ۱۳۲ منډو وسوځیدله او له پالو آن سره مخ شوه، چې له ډلې یې ریګس چکابوا ۳۲ ډېرې منډې وکړې.

د پاکستان له لورې په توپ اچونه کې حس علي ښه وځلید او پنځو لوبغاړو په سوځیدلو وتوانیده او ترڅنګ یې ساجد خان دوه، شاهین اپریدي او تابش خان یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

زمبابوې یو ځل بیا توپ وهنې ته راښکته شوه، خو ټوله لوبډله یې په ۲۳۱ منډو د شاهین اپریدي او نعمان علي لخوا وسوځیده، چې دواړو پنځه ـ پنځه لوبغاړي وسوځول.

په دې سره زمبابوې د پاکستانۍ لوبډلې له لوري په یوه پاڼۍ او ۱۱۶ منډو ماتي وخوړه او پاکستان د دواړو په ګټلو زمبابوې کلین سویپ کړه.

دا هم ولولئ

حضرت الله ځاځی ۲

حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډله پایلوبې ته ورسوله، دریم ځل د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه

حضرت الله ځاځي یو ځل بیا ښه او چټکه توپوهنه ترسره کړه او د پېښور …