کورپاڼه / خپلواک / یو شخص خپل ماشوم ته داسې نوم ایښي چې پنځوس زره کسان یې په ویلو کې پاتي راغلي

یو شخص خپل ماشوم ته داسې نوم ایښي چې پنځوس زره کسان یې په ویلو کې پاتي راغلي

په عموم کې د والدینو هیله وي چې پر خپلو اولادونو ښه نومونه کېږدي، ځینې والدین بیا ځانګړي نومونه خوښوي خو په فلیپین کې پر یو ماشوم داسې نوم ایښودل شوی چې په یوه ژبه کې هم نه ویل کېږي.

څو ورځې وړاندې د نړۍ شتمن شخص ایلون ماسک پخپل زوی ډېر په زړه پوری نوم (X Æ A-Xii) ایښي چې بیا خلکو پرې ملنډې ووهلې او ویل یې دا نوم به څنګه اخلي.

اوسمهال د فلیپین یوې کورنۍ په خپل نوي زېږېدلي ماشوم ډېر په زړه پوری خو بېخي ستونزمن نوم ایښی، چې تر اوسه یې په ویلو کې له پنځوس زرو ډېر کسان پاتي راغلي.

ویل کېږي چې دغه ماشوم د اپریل په اوه ویشتمه نیټه زېږېدلی او نېکه یې روغل فیرولن استریرا ورته د (Ghlynnyl Hylhyr Yzzyghyl Mampuan Buscato) ایښی دی. دا نوم دومره ستونزمن و چې دولتي کار کوونکي د نوم په لیکلو کې څو ځلې له تېروتنې سره مخ شول او بیا بیا ځلې پرنټ کړ.

د “غلینل هلهیر یزیغل مامپوان بوسکاټو” نوم دومره ستونزمن دی او سخت دی چې نېکه یې د آسانۍ لپاره ورته د (consonant) یعنې بې غږه نوم ایښی دی.

ویل کېږي کله چې د ماشوم د پلار یو ملګري پر فیسبوک د ماشوم د زېږون سند پورته کړ، نو ډېر ژر له پنځوس زرو ځلې څخه ډېر شیر شو. خو خلک یې د نوم په لوستلو کې پاتي راغله. د ماشوم نېکه وایي کله چې یې لمسی لوی شي نو هغه ته به خپله نوم ور زده کوي.

د یادولو وړ ده چې د ماشوم پلار (Lhyrlon) نومېږي او د زوی نوم یې (Ghlynnyl) ایښي، چې د ماشوک له غټېدو وروسته به د نوم سبب او مانا څرګنده شي.

دا هم ولولئ

په هند کې د کېندنو پرمهال د سرو زرو سکې موندل شوي، خو مزدوران پخپلو کې سره په جنګ شوي

د هندوستان د مهاراشټرا په ایالت کې د جوړونې په ساحه کې د کېندنو پرمهال …