کورپاڼه / اسلام / سږکال افغانستان کې د فطر صدقه (سرسایه) څومره ټاکل شوې؟ دلته يې ولولئ
فطر صدقه

سږکال افغانستان کې د فطر صدقه (سرسایه) څومره ټاکل شوې؟ دلته يې ولولئ

د افغانستان عالمانو سږکال د فطر صدقه یا سرسایه ۷۰ افغانۍ ټاکلې ده. خو عالمان وايي، که چا له ۷۰ افغانیو څخه ډېرې هم ورکړې، نو ډېر ثواب به يې وشي.

ویل کېږي چې د فطر صدقه د اختر په ورځ  د سهار له لمانځه وروسته واجبېږي او د اختر له لمانځه مخکې باید غریب ته ورکړل شي، خو عالمان وايي چې په روژه کې هم غریبو ته سرسایه ورکولی شئ، ځکه چې په حدیثونو کې يې ذکر راغلی دی.

د فطر صدقه یا سرسایه چاته ورکړل شي؟ په دې اړه عالمان وايي، چېرته چې ذکات ورکول کېږي، هماغلته سرسایه هم ورکول کېږي. زکات یا هم سرسایه فقرا، مساکین، عاملین، مولفه القلوب، رقاب، غارمین، في سبیل الله او ابن سبیل خلکو ته ورکول کېدای شي.

په ټولنیزو رسنیو کې له تېرو څو ورځو راهیسې دا کمپاین هم روان دی، چې د فطر صدقه یا سرسایه دې د ملي امنيتي ځواکونو کورنیو ته ورکړل شي.

ځکه چې په هېواد کې ډېری ځوانان د امنيتي ځواکونو په لیکو کې په شهادت رسېدلي دي، چې کورنۍ يې پاتې دي او تر هر څه ډېر هغوی مرستې ته اړتیا لري.

دا هم ولولئ

حدیث شریف: د اړمنو کسانو سره مرسته کول صدقه ده

حضرت عبدالله بن سلام رضي الله عنه فرمایي چې کله حضرت محمد صلی الله علیه …