کورپاڼه / خپلواک / کرکټ بورډ: لوبغاړي له سياسي چارواکو سره نور نه شي ليدلى
افغانستان کرکټ بورډ

کرکټ بورډ: لوبغاړي له سياسي چارواکو سره نور نه شي ليدلى

خپلواک وېبپاڼه (٥ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزي د نظم او ډسېپلېن کوډ په جديت سره د عملي کولو لارښونه کړې او ويلي يې دي چې کرکټ بورډ بايد د نظم او مسلکي توب یوه ښه بېلګه او له سياست او ډلبازیو څخه پاک او لرې وساتل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ نظم او ډسېپلېن کوډ په څوارلسمه ماده کې ويل شوي چې ملي لوبغاړي، تخنیکي او اداري کارکوونکي هیڅکله نه شي کولای چې د کرکټ بورډ له اجازې او همغږۍ پرته سياسي چارواکو سره لیده کاته وکړي او د پردې تر شاه په سیاستونو کې ښکېل شي.

همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ نظم او ډسېپلېن کوډ د ۱۱مې مادې په څلورمه فقره کې راغلي: ((ټول هغه ملي لوبغاړي، تخنيکي او اداري کارکوونکي چې د افغانستان له کرکټ بورډ سره قراردادونه لري؛ د کرکټ بورډ له اجازې او همغږۍ پرته د سياسي چارواکو سره ليده کاته او د سياسي خوځښتونو برخه نه شي ګرځېدای.))

دغه راز په دغه فقره کې یادونه شوې: ((که ملي لوبغاړي، د تخنيکي او اداري برخو کارکوونکي له کومې ستونزې سره مخ کېږي، لومړی بايد خپلې ستونزه د کرکټ بورډ ادارې او اړونده څانګې سره شريکه کړي.))

همدارنګه ویل شوي: ((که چېرې کوم ملي لوبغاړی، د تخنيکي برخې کارکوونکی او یا اداري کارکوونکی له دغې مادې/فقرې څخه سرغړونه وکړي، نو د هغوی قرارداد به فسخه او د کورني یا نړيوال کرکټ موقتي يا دايمي بندېز سره مخ کېږي.))

دغه راز د نظم او ډسپلين قانون د ۱۸مې مادې په شپږمه فقره کې د شوې پرېکړې په اړه د غبرګون، نيوکې او رسنيزې سرغړونې په اړه هم یادونه شوې چې پر بنسټ یې، د افغانستان کرکټ بورډ کارکوونکي د فکر او وینا له خپلواکۍ څخه برخمن دي، دا خپلواکي بايد د ادارې نظم او ټوليزې ګټې ونه ګواښي، نو بناً لاندې کړنې رسنيزې سرغړونې بلل کېږي:

-: د ملي لوبغاړو، تخنيکي او اداري کارکوونکو له لوري د رسنيو څانګې له اجازې پرته له رسنيو او مطبوعاتو سره د معلوماتو او اسنادو شريکول.

-: ادارې پورې اړوند ستونزې مخکې له دې چې اړوند مسوول سره شريکې شي، رسنيو او يا ټولنيزو رسنيو سره شريکول.

-: د لوبغاړو، تخنيکي او اداري کارکوونکو له خوا د کرکټ بورډ ادارې پرېکړو پر خلاف د سلسله مراتبو له پام کې نيولو پرته په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو کې غبرګون ښودل او يا نيوکه کول.

-: د افغانستان کرکټ بورډ ادارې پر وړاندې او يا د نظم او ډسپلېن کمېټې خلاف غیرمسولانه څرګندونې او ليکنې کول.

نو د یادونې وړ ده، که کوم لوبغاړی، د تخنيکي او اداري برخې کارکوونکی له یادو ټکو څخه سرغړونه وکړي، نو له اصولو سره سم به په نغدي توګه جريمه کېږي، د کورني او نړيوال کرکټ له بندیز سره به مخ کېږي او يا هم ادارې سره يې قرارداد فسخه کېږي.

د فرهان يوسفزي په وينا، موخه یې له دې کار څخه د افغانستان کرکټ بورډ اداره او کرکټ له هر ډول سياست څخه پاک ساتل دي، نو اړينه ده چې د ټولو لوبغاړو، تخنيکي او اداري کارکوونکو پر وړاندې د نظم او ډسېپلین کوډ په جديت سره پلي شي.

د فرهان یوسفزي په وینا کرکټ هغه لوبه ده چې هېوادوالو ته خوشحالۍ او وياړونه راوړي، نو له همدې امله د نظم او ډسپلېن قانون څخه سرغړونه نه بخښل کېږي او د ادارې نظم او ټوليزې ګټې چې هر څوک وګواښي، ورسره به د نظم او ډسپلېن کوډ له مخې اصولي چلند کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …