کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد لطیف: که د پاکستان سوپر لیګ پاتې لوبې ونه شي، ښايي دا اخري لیګ شي
راشد خان

راشد لطیف: که د پاکستان سوپر لیګ پاتې لوبې ونه شي، ښايي دا اخري لیګ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر راشد لطیف وايي، که چېرته د پاکستان سوپر لیګ د شپږم پړاو پاتې سیالۍ ترسره نه شوې، نو ښايي دا د پاکستان سوپر لیګ وروستی پړاو شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، راشد لطیف د جیو ټلویزیون سره په خبرو کې وویل، چې د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) شپږم پړاو پاتې سیالۍ باید په هر حالت کې ترسره شي، که دا سیالۍ پاکستان کې نه ترسره کېږي، مو متحده عربي اماراتو کې دې وشي.

دغه پخوانی ویکټ ساتونکی او توپوهونکی وايي، که د پاکستان کرکټ بورډ لږ له هوښیارتیا کار اخیستی وای او لیګ يې په اماراتو کې ترسره کړی وای، نو اوس به له دې مشکل سره نه وای مخ.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان کرکټ بورډ د پي ایس ایل ۶م پړاو پاتې سیالي ترسره کولو لپاره د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ سره اړیکې نیولي دي او غواړي چې په ابوظهبۍ او دوبۍ کې دا سیالۍ ترسره کړي.

د پي ایس ایل شپږ واړه لوبډلو هم د پاکستان کرکټ بورډ نه غوښتنه کړې ده، چې پاتې سیالۍ دې د کراچۍ پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي.

ياده دې وي چې د دې پاتې سیالیو لپاره څو ورځې وړاندې لوبډلو ځينې نور لوبغاړي هم واخیستل، چې د افغانستان رحمان الله ګربز او نجیب الله ځدراڼ هم پکې واخیستل شو.

دا هم ولولئ

حضرت الله ځاځی ۲

حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډله پایلوبې ته ورسوله، دریم ځل د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه

حضرت الله ځاځي یو ځل بیا ښه او چټکه توپوهنه ترسره کړه او د پېښور …