کورپاڼه / خبرونه / نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته ورسېدل
ابراهیم ځدراڼ او نوین الحق

نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته ورسېدل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوه ځوان لوبغاړي نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ انګلستان ته رسېدلي دي، چې هلته د کلب لیول لوبو کې برخه واخلي.

د ملي لوبډلې پیلیز توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ په خپل انسټاګرام اکاونټ کې یو سیلفي عکس خپور کړی دی، چې نوین الحق هم پکې لیدل کېږي او دا عکس په هوايي ډګر کې اخیستل شوی دی.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Ibrahim Zadran (@ibrahimzadran17)


ابراهیم ځدراڼ له دې عکس سره لیکلي دي، چې دوی انګلستان ته رارسېدلي دي. د انګلستان په کلب لیول سیالیو کې ابراهیم ځدراڼ د باین هیل کرکټ لوبډلې لپاره لوبېږي او نوین الحق بیا د لیسټرشایر کاونټي کرکټ کلب لوبډلې لپاره لوبېږي.

دواړه لوبغاړي څه وخت مخکې دغه لوبډلو اخیستي و او ويلي يې و چې د سږکال پړاو سیاليو کې به دوی د یادو لوبډلو لپاره ولوبېږي، چې یادو لوبغاړو هم په دې اړه د خوشحالۍ څرګندونه کړې وه.

چټک توپ اچونکي نوین الحق په یو ټویټ کې ویلي و، چې په انګلستان کې د لیسټرشایر لوبډلې لپاره لوبېدل به د هغه لپاره یوه نوې تجربه وي او ډېر څه به زده کړي.

دا هم ولولئ

حضرت الله ځاځی ۲

حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډله پایلوبې ته ورسوله، دریم ځل د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه

حضرت الله ځاځي یو ځل بیا ښه او چټکه توپوهنه ترسره کړه او د پېښور …