خپلواک وېبپاڼه (٥ نومبر ٢٠١٩): د پاني پت په جګړه جوړ شوى فلم (پاني پت) چې نن يې ټرېلر هم خپور شوى دى، د احمد شاه بابا کردار پکې سنجي دت لوبولى دى، خو د فلم په تړاو افغانان دا نيوکه لري، چې هسې نه د احمد شاه بابا سپکاوى پکې شوى وي.
په دغه فلم کې يو افغان ادکار هم کار کړى دى، چې ببرک اکبري نومېږي او په وينا يې چې په دغه فلم کې د احمد شاه ابدالي نږدې کس و.
نوموړي د وي او اې پښتو سره په خپله مرکه کې وويل، چې هغه تر دې مخکې د (توره باز) په نوم فلم باندې کار شروع کړى دى او په دغه فلم کې ورسره سنجي دت هم کار کوي، نو کله چې دوى پاني پت فلم جوړولو، نو له ماسره يې اړيکه ونيوله او وې ويل چې موږ ته په خپل فلم کې يو افغان اداکار پکار دى.
هغه وايي، کله چې زه خبر شوم چې په دغه فلم کې د احمد شاه ابدالي رول هم لوبول کېږي او د پاني پت په جګړه جوړېږي، نو ډېر خوشحاله شوم.
ببرک اکبري وايي، چې دغه فلم د پاني پت په جګړه جوړ شوى دى، چې احمد شاه ابدالي پکې مراټيانو ته ماته ورکړې وه. هغه وايي چې دا يو جنګي فلم دى چې تورې پکې ښکاره کېږي. هغه وايي چې موږ په دغه جګړه کې مراټيانو ته ستره ماتې ورکړې وه.
په دغه فلم کې د افغانانو د هغه اندېښنو په تړاو، چې په فلم کې خو به احمد شاه بابا ته سپکاوى نه وي شوى، ببرک اکبري وايي، چې داسې هېڅ هم نشته دى. هغه وايي په فلم کې نه هم احمد شاه ابدالي، د افغانستان تاريخ او زموږ کلتور ته هېڅ سپکاوى نه دى شوى. هغه زياتوي، چې هر څوک خپل اتلان لري، زموږ اتل احمد شاه ابدالي دى خو د هندوانو لپاره بيا مراټيان اتلان دي.
هغه وايي د دغه جګړې په اړه موږ هم تاريخ ليکلى دى او دوى هم ليکلى دى. نو دوى د فلم ټول معلومات له تاريخ او کتابونو راخيستي دي، خو دا به وي چې تاريخ به د دوى وي. هغه وايي د فلم جوړونکو په ځانګړې توګه له کوم تاريخ ليکونکي سره خبرې نه دي کړي.
هغه د فلم د يوې صحنې په اړه وايي، چې په يوه صحنه کې احمد شاه ابدالي او د نورو نوابانو او خپلو وزيرانو سره ناست وي، چې په دغه صحنه کې يو ځاى کې شراب هم ښودل شوي دي، بيا ما هغوى ته وويل چې زموږ په دين کې شراب حرام دي او افغانان شراب نه څښي، نو له هغه وروسته دوى له هغه صحنې څخه شراب ليرې کړل.
Ahmad Shah Abdali – Death strikes where his shadow falls.
Panipat trailer out tomorrow. #PanipatLook@arjunk26 @kritisanon @AshGowariker #SunitaGowariker @RohitShelatkar @ckmurali_dop #NitinDesai @neeta_lulla @KolhapureP @Mohnish_Bahl #ZeenatAman pic.twitter.com/gPr0uSFh04— Sanjay Dutt (@duttsanjay) November 4, 2019
نوموړى وايي چې د دغه فلم زياته برخه د هند په جى پور کې ثبت شوې ده او شاوخوا ١.٥ ميليارده هندي کلدارې مصرف راغلى دى او په يو کال کې جوړ شوى دى.
ببرک اکبري همدا راز وايي، چې د فلم ژبه هندي ده، خو ځاى ځاى پکې د پښتو او مراټۍ ژبې کلمې هم شته. هغه وايي دوى د پښتو کلمې په ګوګل ژباړن کې ژباړلې وې، چې ټولې غلطې او همدا راز تلفظ يې هم سم نه شو کولاى، نو ما ورته بيا هغه جملې سمې کړې او تلفظ مې هم ورته سم کړ.
نوموړى د يوې صحنې يادونه کوي، چې يو وخت په احمد شاه ابدالي باندې بريد کېږي، نو موږ په منډه ورځو، چې په دغه وخت کې راته هغه چيغه کوي چې (ودرېږئ)، همدا راز په نورو هغه صحنو کې هم چې د افغانانو ترمنځ دي، پښتو توري پکې ويل شوي دي.
د احمد شاه ابدالي د کردار د لوبولو په تړاو هغه وويل، چې زه فکر کوم په هندي سينما کې بل هېڅ داسې اداکار نشته چې د احمد شاه ابدالي رول تر سنجي دت ښه ولوبوي.
ببرک اکبري وويل، چې اشوتوش ګواريکر هغه فلم جوړونکى دى چې له تاريخي فلمونو سره ځانګړې مينه لري او تر دې مخکې يې هم د جودا اکبر په نوم تاريخي فلم جوړ کړى و. هغه وايي چې د تاريخي فلمونو جوړولو ډېر ګران کار دى.
نوموړي په وروستيو کې يو ځل بيا هم يادونه وکړه، چې په دغه فلم کې زموږ تاريخ، هېواد او احمد شاه ابدالي ته هېڅ سپکاوى نه دى شوى. هغه وايي زه نه پوهېږم چې دا خلک له کومه خبر شوي دي چې په دغه فلم کې سپکاوى شوى دى، ځکه فلم تراوسه نه دى خپور شوى او کيسه يې چا نه ده لوستې. خو دا يادونه هم کوي، چې دا خو لازمي خبره ده چې مراټيان د دوى لپاره اتلان دي.
خو په وينا يې، چې د فلم جوړونکي او سنجى دت له افغانانو او افغانستان سره ځانګړې مينه لري او د دومره ډېرو کسانو په منځ کې يې ماته ډېره او ځانګړې مينه راکړې ده.