کورپاڼه / هنر او کلتور / اریانا سعید: حیض یا میاشتینۍ ناروغي باید شرم ونه ګڼل شي
اریانا سعید

اریانا سعید: حیض یا میاشتینۍ ناروغي باید شرم ونه ګڼل شي

د هېواد مشهوره سندرغاړې او د ښځينه حقونو مدافع اریانا سعید د ښځو د میاشتینۍ ناروغۍ په تړاو وايي، چې دا باید شرم ونه ګڼل شي، ځکه یوه طبیعي پېښه ده.

اریانا سعید په دې اړه یو ویډیويي پېغام په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی، چې د ښځو د حیض یا میاشتینۍ ناروغۍ په تړاو په یو نړیوال کمپاین کې يې برخه اخیستې او په افغانستان کې يې هم د دې لپاره کمپاین پیل کړی دی.

نوموړې په خپل پېغام کې  وايي: ((په یوې انساني ټولنه کې حیض او یا میاشتینۍ ناروغي نباید داسې څه وګڼل شي، چې خلک یې باید شرم وګڼي. دا یوه طبیعي پېښه ده او ټولې نجونې حق لري، چې په دې اړه کافي معلومات ولري.))


دا انجیو چې اریانا سعید د هغوی لپاره ویډیو جوړه کړې ده Kick off the Dialogue on Menstrual Health نومېږي، چې په نړیواله کچه يې د ښځو د میاشتینۍ ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی پيل کړی دی.

د اریانا سعید دا ویډیو چې په انسټاګرام او فېسبوکپاڼه کې يې خپره کړې ده، چې په انسټاګرام کې ۵۳ زره او فېسبوک کې ۴۸ زره کسانو کتلې او ډېری خلکو پرې تبصرې هم کړې دي.

دا هم ولولئ

اشرف غني او عبدالله مقری

ولسمشر غني: عبدالله مقري خلک د وطن ابادۍ او سوله ییز ژوند ته وهڅول

د هېواد مشهور، نومیالی او وتلی سندرغاړی عبدالله مقري نن سهار د کورونا ویروس ناروغۍ …