کورپاڼه / خبرونه / حسن خان: د خپل پلار (محمد نبي) په څېر د افغانستان لپاره لوبېدل غواړم
محمد نبي او حسن خان

حسن خان: د خپل پلار (محمد نبي) په څېر د افغانستان لپاره لوبېدل غواړم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړي محمد نبي زوی حسن خان هم د پلار په څېر یو تکړه لوبغاړی دی او هیله من دی، چې د خپل پلار په څېر به د افغانستان لپاره په نړیوال لوبو کې ولوبېږي.

۱۶ کلن حسن خان چې په پاکستان کې زېږېدلی دی، اوس له خپلې کورنۍ سره د متحده عربي اماراتو به عجمان کې ژوند کوي او هلته په ډومیسټیک سیالیو کې هم لوبېږي، چې ډېر ښه ځلېدلی دی.

نوموړي له یوې نړیوالې رسنۍ سره په خپله مرکه کې ويلي دي، چې پلار يې (محمد نبي) چې د کرکټ لپاره څه کړي او څومره نوم يې ګټلی دی، دا د هغه لپاره د ویاړ خبره ده. زما لپاره لومړي یادونه دا و، چې خپل پلار مې په ټلویزیون ولیده، چې نړیوالې سیالۍ يې کولې.

حسن خان وايي، چې زه د لوبې پر مهال فشار نه اخلم او د خپل پلار په څېر غواړم چې د افغانستان لپاره ولوبېږم. نوموړی په اماراتو کې یوه اکاډمۍ کې دی او وايي، چې دلته درې نور افغان لوبغاړي هم دي، چې د هغه په څېر په پښتو غږېږي او ورسره خوشحاله دی.

نوموړی همدا راز وايي، چې زه مې د پلار خبرو ته غوږ یم، که یو بل روزونکي کومې مشورې راکړي، هم وروسته يې له خپل پلار سره شریکوم او له هغه نه يې تایید کوم، ټولې مشورې ورسره شریکوم او له هغه وروسته بیا پرېکړه کوم چې څه کړم.

د کاشف داود په نوم د متحده عربي اماراتو لوبډلې یو روزونکی د حسن خان په اړه وايي، چې هغه ډېره وړتیا لري او په فیزیکي ډول د کرکټ لپاره ډېر ښه ده، هغه یو طبیعي لوبغاړی دی، چې په ډګرساتنه او توپوهنه کې ډېره وړتیا لري.

دا هم ولولئ

یونس خان

یونس خان د پاکستان لوبډلې د روزونکي دنده پرېښوده

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکي یونس خان دنده پرېښوده، هغه تېر کال …