کورپاڼه / هنر او کلتور / د نورا فاتحي یو مینه وال د هغې په نوم په خلکو خواړه وېشلي
نورا فاتحي

د نورا فاتحي یو مینه وال د هغې په نوم په خلکو خواړه وېشلي

د هندي فلمونو کاناډايۍ اداکارې او موډلې نورا فاتحي یو لېوني مین د هغې په نوم په غریبو او بې وزله خلکو کې خواړه وېشلي دي او د خپلې مینې څرګندونه يې کړې ده.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د اومسای په نوم یو هلک د نورا فاتحي دومره سخت مینه وال دی، چې د هغې څېره يې هم په خپل لاس رسم کړې ده او په دې وروستیو کې يې له نورا فاتحي سره لیدلي و.

دا هلک د نندید اوسېدونکی دی، چې په هوايي ډګر کې يې له نورا فاتحي سره لیدلي و او هغې ته يې په خپل لاس جوړ کړی د هغې عکس هم ښکاره کړی و.

نورا فاتحي او د هغې مینه وال

اومسای د نورا فاتحي په نوم په غریبو او بې وزله خلکو کې خواړه وېشلي دي. هغه د یکشنبې په ورځ (۹ مۍ) په ۴۰۰ کسانو او د دوشنبې په ورځ (۱۰ مۍ) په ۵۶۰ کسانو کې خواړه وېشلي دي.

اومسای له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې زه د نورا فاتحي تر ټولو ستر مینه وال یم، ټول پوهېږي چې هغه یوه ډېره اداکاره او نڅاګره ده، ما دا کار د دې لپاره د هغې په نوم کړ، چې خلکو ته معلومه شي، هغه څومره ارزښتمنه ده.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …