کورپاڼه / سياست او روانې چارې / وزیرستان کې میاشت ولیدل شوه، سبا اختر دی
سبا اختر دی

وزیرستان کې میاشت ولیدل شوه، سبا اختر دی

د شمالي وزیرستان په حېدرخیل سیمه کې تر ۲۰ زیاتو کسانو د شوال میاشت لیدلې ده او په وزیرستان کې سبا د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان شوې ده.

په دې اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم په ټولنیزو رسنیو کې پوسټونه کړي دي او ویلي يې دي، چې په شمالي وزیرستان کې به سبا د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.


هغه لیکلي دي چې د شمالي وزیرستان په حېدرخیل کې تر شل زیاتو کسانو د اختر میاشت لیدلې ده او سبا به دوی اختر لمانځي. نوموړي همدا راز لیکلي دي، چې د دوی فکر او دعا د ورکو شویو خلکو د کورنیو سره دي.

محسن داوړ د وزیرستان د رویت هلال کمېټي د شاهدانو هغه لیسټ هم خپور کړی دی، چې د پکې د عالمانو نومونه هم لیکل شوي دي، چې دا شاهدان يې تایید کړي دي.


په دغه پاڼه کې لیکل شوي دي، چې د وزیرستان رویت هلال کميټي د ۹ شاهدانو نه وروسته د مۍ په ۱۲مه نېټه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلانوي.

د یادولو وړ ده چې نن په سعودي عربستان او نورو هېوادونو کې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې، چې په دې هېوادونو کې سبا دېرشمه روژه ده او اختر به د پنجشنبې په ورځ وي. په وزیرستان کې تېر کال هم د سعودي عربستان او افغانستان نه مخکې د اختر میاشت لیدل شوې وه، خو په قطر او اماراتو کې بیا په دېرشمه روژه سهار وختي د شوال میاشت خلکو لیدلې وه.

دا هم ولولئ

امرالله صالح

امرالله صالح د افغانستان په امنیت او جګړه کې لویه کمزوري څه شی ګڼي؟

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د فېسبوک کارول د افغانستان اسلامي جمهوریت لویه کمزوري …