کورپاڼه / جالب / سپي ته په (سپي) ویلو دوه کورنیو ستره شخړه کړې + ویډیو
شخړه

سپي ته په (سپي) ویلو دوه کورنیو ستره شخړه کړې + ویډیو

په هند کې د یو سړي سپي ته ګاونډیانو سپی ويلي، چې د سپي مالک پرې غصه شوی دی او د خپلو ګاونډیانو څخه یې د بوسو سخي جوړ کړي دي.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، دا پېښه د ګوروګرام په جیوتي پارک سیمه کې شوې ده، چې یو سړی د خپل ساتل شوي سپي ته په سپي ویلو غصه شوی و.

د دغه کوڅې خلکو ډېر ځله د یاد سپي ملک ته خواست کړی و، چې خپل دا ساتل شوی ځناور دې په کور کې تړي، خو په هغه د دې خبرو هېڅ اثر نه و شوی.

له دې امله د ګاونډیانو ترمنځ خبرې ترخې شوې، خو حالات هغه وخت خراب شو، کله چې يې يو ګاونډي د دغه سړي ته د (سپي) نوم واخیست. بس د (سپي) ټکی اورېدل و، چې د سپي مالک له کنټروله ووت او په ګاونډیانو يې شروع وکړه، چې ورپسې د کورنۍ نور غړي هم ورتلل او شخړه اوږدېده.

د دغه سړي د سپي نوم (ټامي) و او هغه په دې ډېر سخت غصه کېده، چې د هغه سپي ته دې څوک له (ټامي) پرته بل کوم نوم واخلي، همدا لامل شو، چې ښځو او سړو او یو بل ښه سم ووهل.

دا هم ولولئ

که انسان په زر کاله ژور خوب وېده شي نو په نړۍ کې به څه بدلون رامنځته شي

که چېرته ټول انسانان د زرو کلونو لپاره په ژور خوب ویده شي او له …