کورپاڼه / خپلواک / افغانستان به نن ويسټ انډيز مات کړي؟
افغانستان او ويسټ انډيز

افغانستان به نن ويسټ انډيز مات کړي؟

خپلواک وېبپاڼه (۶ نومبر ۲۰۱۹): د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د يو ورځنيو، شل اوريزو او يوازيني ټېسټ سيالۍ له نن څخه د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې پيلېږي.

دغه لوبې چې د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي، د درې يو ورځنيو سياليو لومړۍ لوبه به نن د افغانستان په وخت ماسپښين ۱ بجه پيل شي.

خو ايا افغانستان به وکولای شي چې په دغه سيالۍ کې بريا خپله کړي؟

افغانستان او ويسټ انډيز تر دې مهاله پورې ۶ يو ورځنۍ نړيوالې سيالۍ ترسره کړي دي، په دغه سيالیو کې افغانستان په ۳ او ویسټ انډيز په ۲ لوبو کې بريا خپله کړې ده او يوه لوبه بيا بې پايلې پای ته رسېدلې ده.

همدا راز تېره ورځ د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ په لکنو کې يوه تمريناتي پنځوس اوريزه لوبه هم ترسره شوه، چې پکې افغانستان بريا خپله کړه. د افغان لوبډلې لوبډلمشر راشد خان وايي، چې هغوی په تمريناتي لوبه کې په دې هڅه وکړي چې له ويسټ انډيزي لوبغاړو، پيچ او لوبغالي سره بلد شي او همدا راز په رسمي سياليو کې بيا په خپلو تېروتنو هم کار وکړي.

راشد خان: د ویسټ انډيز سره د سترو لوبو لپاره چمتو يو

راشد خان: موږ بشپړ تياری نيولی، هيله ده چې ښه به وځلېږو

افغانستان د ويسټ انډيز پر وړاندې په بريا پيل وکړ

همدا راز رحمت شاه او نجيب الله ځدراڼ بيا وايي، چې دوی مخکې هم له ويسټ انډيز سره لوبې کړي دي او د دوی له لوبغاړو سره تر ډېره بلد دي، همدا راز په تمريناتي لوبه کې يې هم هڅه وکړه چې د دوی له توپ اچونکو سره ځان بلد کړي. دوی وايي هڅه به کوي چې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي.

د دغه لوبې لپاره د افغانستان په نوملړ کې لاندې لوبغاړي شامل دي:

راشد خان (لوبډلمشر)، افسر ځاځی (ويکټ ساتونکی)، اصغر افغان، ګلبدين نایب، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، اکرام علي خېل (ويکټ ساتونکی)، جاوېد احمدي، کریم جنت، محمد نبي، مجيب الرحمان، نجيب الله ځدراڼ، نوين الحق، رحمت شاه، شرف الدين اشرف او يمين احمدزی.

د ويسټ انډيز په نوملړ کې بيا لاندې لوبغاړي شامل دي:

کيرون پولارډ (لوبډلمشر)، سنيل امبريس، روسټون چېس، شيلډون کوټريل، شيمرون هيټماير، جېسون هولډر، شای هوپ (ويکټ ساتونکی)، الزاري جوسيپ، برېنډن کنګ، ايوين ليويس، کيمو پاول، خېري پېري، نيکولاس پوران (ويکټ ساتونکی)، روماریو شيپيرډ او هايډن والش.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …