کورپاڼه / بېلا بېل / د مولانا طارق جميل د کالیو برانډ کې برقعه (عبایا) په ۳۰ زره روپۍ ده، یو ځل بیا د خلکو له نیوکو سره مخ شوی
مولانا طارق جمیل

د مولانا طارق جميل د کالیو برانډ کې برقعه (عبایا) په ۳۰ زره روپۍ ده، یو ځل بیا د خلکو له نیوکو سره مخ شوی

د پاکستان مشهور مذهبي مشر مولانا طارق جمیل په دې وروستیو کې د فېشن په نړۍ کې هم ګام ایښی دی او د MTJ Brand په نوم يې د کالیو برانډ جوړ کړی دی، خو د توکو د ګرانبیه له امله د خلکو له نیوکو سره مخ شوی دی.

لومړی په ټولنیزو رسنیو کې وویل شول، چې د طارق جمیل په پلورنځي کې یو پرتوغاښ په ۵۵۰ روپۍ دی، خو وروسته بیا دوی دا خبره رد کړه او وې ويل چې دوی پرتوغاښونه بېخي نه خرڅوي. خو د خولیو په اړه يې هېڅ هم ونه ویل، چې ولې يوه خولۍ په شاوخوا یو نیم زر روپۍ خرڅوي.

اوس تازه یو ځل بیا په دغه برانډ کې د برقعې (عبایا) بيې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي، چې د خلکو له سختو نیوکو سره مخ شوي دي، دا بیې هغه خلکو خپرې کړې دي، چې د مولانا طارق جمیل یاد پلورنځي ته ورغلي او په خپله يې دا هر څه لیدلي دي.

په راپورونو کې ویل شوي دي، چې د مولانا طارق جمیل په دغه پلورنځي کې د یوې برقعې (عبایا) په ۳۰ زره روپۍ ده، چې په دومره لوړه بیه دا د هر چا د اخیستلو د وس خبره نه ده.

عبایا

یو شمېر کسانو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي دي، چې مولانا طارق جمیل په خپله خو خلکو ته وايي چې ګراني مه کوئ، خو په خپل پلورنځي کې يې تر نورو د توکو بيې بېخي پورته دي، نورو ته وايي چې ساده ژوند کوئ، خو په خپله د فېشن توکي خرڅوي.

دا هم ولولئ

سلیکا جیل څه شی دی او ګټې یې څه دي؟

د درملو په ډېرو بوتلونو کې یو کوچني غوندې پاکټ هم ایښودل شوي او لارښوونه …