کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د نن ورځې (چارشنبه) اختر اعلان، د وزیرستان هلال کمېټۍ پر ضد پاکستاني پولیسو ګام پورته کړ

د نن ورځې (چارشنبه) اختر اعلان، د وزیرستان هلال کمېټۍ پر ضد پاکستاني پولیسو ګام پورته کړ

د وزیرستان د رویت هلال کمېټې پرون د میاشت لیدو ۹ شهادتونو ترلاسه کولو وروسته په وزیرستان کې د کوچني اختر اعلان وکړ، خو په نوره نړۍ کې بیا د شوال میاشت نه ده لیدل شوې.

په دې اړه محسن داوړ هم په خپل ټویټر کې د شاهدانو هغه پاڼه خپره کړې وه، چې د عالمانو له خوا تایید شوې او نن (چارشنبه) يې د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې وه.

وزیرستان کې د اختر شاهدان

خو تازه ځينې راپورونه وايي، چې په وزیرستان کې د جماعت اسلامي ګوند له نور پاکستان پرته د کوچني اختر لمانځلو خبره رد کړې ده او ويلي يې دي، چې اختر به یوازې د پاکستان سره کوي.

بلخوا بیا پولیسو د وزیرستان د رویت هلال کمېټۍ او هغه قاري چې له شهادتونو وروسته يې د کوچني اختر اعلان کړی دی، پر ضد عریضه ثبت کړې ده.


په ټولنیزو رسنیو کې د یادې عریضې عکسونه هم لاس په لاس کېږي، خو تراوسه پورې دا معلومات نشته، چې هغه قاري پولیسو نیولی او که نه او دا چې نن (چارشنبه) به وزیرستان کې اختر ولمانځل شي او که نه.

د یادولو وړ ده چې تېر کال هم په سعودي عربستان او نورو هېوادونو کې د اختر میاشت نه وه لیدل شوې، خو په وزیرستان کې لیدل شوې وه او خلکو اختر کړی و.

دا هم ولولئ

امرالله صالح

امرالله صالح د افغانستان په امنیت او جګړه کې لویه کمزوري څه شی ګڼي؟

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د فېسبوک کارول د افغانستان اسلامي جمهوریت لویه کمزوري …