کورپاڼه / جالب / د هغه فیل ویډیو خپره شوه چې د کرکټ لوبه کوي

د هغه فیل ویډیو خپره شوه چې د کرکټ لوبه کوي

کرکټ یوه داسې لوبه ده چې په ټوله نړۍ کې ډېر مینوال لري او د انسانانو ترڅنګ په حیواناتو کې هم دغه لوبه مشهوره شوې، دا ادعا د هغې ویډیو له مخې کېږي چې فیل ور پکې د کرکټ لوبه کوي.

د انګلستاني کرکټر مایکل واګن له لورې د ټولنیزې رسنۍ پر ویبپاڼه ټویټر یوه ویډیو خپره شوې او په سرلیک یې ورته لیکلي چې په باوري ډول سره وایم چې دا فیل د انګلستان پاسپورت لري.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې د هند په یو ناپیژانده سیمه کې یو شخص فیل ته توپ اچونه کوي او فیل په خرطوم کې بیټ یا ډنډه نېولي وي او په زور سره پرې توپ وهي او چېرته یې غورځوي.

 

دغه شخص فیل ته دوه توپ اچوي او دواړو توپونه د فیل له لورې لوبول کېږي او شاوخوا کسان ورته خپله خوښي څرګندوي. دغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له لورې ډېره خوښه شوې او تر اوسه په زرګونه ځلې کتل شوې.

د یادولو وړ ده چې تر اوسه پورې دا نه ده تایید شوې چې دا ویډیو د کومې سیمې ده، خو له چاپیریال څخه یې داسې ښکاري چې دا به د هندوستان کومه سیمه وي.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …