کورپاڼه / سياست او روانې چارې / وزیرستان کې نن اختر دی
وزیرستان اختر

وزیرستان کې نن اختر دی

پرون د شمالي وزیرستان په حیدرخیل سیمه کې شاوخوا شل کسانو د شوال میاشت لیدلې وه، چې د وزیرستان رویت هلال کمیټۍ نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې وه.

نن د وزیرستان په شاوخوا ۳۰ کلو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده، چې په جوماتونو کې د اختر لمونځونه شوي او خلک د اختر خوشحالۍ لمانځي. په ټولنیزو رسنیو کې يې عکسونه او ویډیوګانې هم خپروي.

دا دویم ځل دی چې وزیرستان د نورې نړۍ نه یوه ورځ مخکې اختر کوي، تېر کال هم په سعودي عربستان او نورو هېوادونو کې میاشت نه وه لیدل شوې، خو په وزیرستان کې لیدل شوې وه، سږکال یو ځل بیا په نورو ځایونو کې میاشت نه ده لیدل شوې او وزیرستان کې ولیدل شوه.

پرون ورځ پولیسو د هغه کسانو پر ضد عریضه هم ثبت کړې وه، چې د اختر اعلان يې کړی و او هڅه يې کوله چې د اختر د لمانځلو مخه ونیسي، خو په دې کې نه دي کامیاب شوي او د اختر لمونځونه په جوماتونه کې شوي دي.

دا هم ولولئ

خوزستان

ایرانیان تندې اخیستي، د حکومت پر ضد یې احتجاجونه لا پراخ شوي

د ایران په خوزستان کې د لسو ډېرو ښارونو کې خلک د حکومت پر ضد …