کورپاڼه / روغتيا / که غواړئ د زړه له ناروغیو وژغورل شئ نو له دې غذایي توکو له استعمال ډډه وکړئ

که غواړئ د زړه له ناروغیو وژغورل شئ نو له دې غذایي توکو له استعمال ډډه وکړئ

نن سبا د خلکو د ژوند طرز، طریقه او خوراکي توکي ددې سبب کېږي چې په کوچنپ عمر کې یې په خطرناکو ناروغیو د اخته کیدو خطر ډېر کړي او په دې ناروغیو کې د زړه ناروغي عامیدونکې ناروغي ده.

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې څو کاله وړاندې د زړه د ناروغیو او د زړه د حملې خطر د عمر پر یوې برخې پورې ځانګړی و خو اوسمهال دغې ناروغیو ځوانان هم خپل ښکار ګرځولي. څېړنه وایي چې مخکې به خلک خو مناسب او متوازن خواړه استعمالول خو نن سبا ځوانان په کیمیاوي خوړو عادت شوی.

څېړنه زیاتوي چې وړاندې به خلکو پخپل ورځني ژوند کې قدم واهه او بدني ځواک به کاروو خو اوسمهال هر یو کار د ناستې دی او همدا سبب ذی چې په کم عمر کې د زړه د ناروغیو او د زړه د حملې خطر ډېرېږي. دلته به ځینې هغه خواړه په نښه کړو چې ددغو ناروغیو خطر ډېروي:

  • چپس: هغه چپس چې د شرکتونو له لورې جوړېږي د انسان پر روغتیا ناوړه اغېزې کوي، ځکه چې د غوړو کچه یې ډېره او مالګه یې ډېره وي چې بیا د روغتیا لپاره زیانمن تمامېږي.

  • سره غوښه: د غوا یا وزې غوښه ډېره استعمالول د زړه د ناروغیو او د شکر خطر ډېروي، ځکه چې د غوړو کچه ډېروي چې بیا د کلیسترول کچه ډېروي.

  • ایسکریم: په ایسکریم کې بوره، کالوري او سچورټیډ فیټ ډېر وي چې ډېر استعمال یې د چاغښت ترڅنګ د ټرای ګلیسډر سطحه هم لوړوي چې بیا د زړه د حملې امکان ډېروي.

  • یخ یا کولا مشروبات: په ورځني ډول د کولا مشروباتو کارول زیانمن وي ځکه چې ډېر استعمال یې وزن ډېروي چې بیا د شکر، لوړ فشار او د زړه د ناروغیو خطر ډېروي.

  • ورېژې، سپینه ډوډۍ یا پاسته: د دا ډول خوراکې استعمال د خېټې د غټېدو سبب کېږي چې بیا د زړه د ناروغیو او شکر خطر ډېروي.

دا هم ولولئ

آیا کورونا وایروس مو حافظه اغېزمنوي؟

د کورونا وایروس په سبب ډېر وخت اغېزمن کسان د بویولو له حس څخه د …