کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان: زه هم د عامو خلکو په څېر یم

سلمان خان: زه هم د عامو خلکو په څېر یم

د بالیووډ د فلمونو مشهور ستوری سلمان خان وایي چې که چېرته په رښتیني ژوند کې کور ته د (چلبل پانډی) په ډول لاړ شي نو والدین به یې په څپړ ووهي.

سلمان خان د خپل راتلوونکي فلم (رادی) په اړه له رسنیو سره خبري ویلي یې دي:((کله چې ځوان وم او کوم فلم به مې کوت، نو غوښتل مې چې زه هم د همدې هیرو په څېر شم او داسې فکر مې کاوه چې دا به په راتلوونکی وخت کې وي.))

نوموړی زیاتوي چې اوس هم له عامو خلکو سره توپیر نه لري او اوس هم چې کوم فلم ګوري نو د هماغه کردار په څېر جوړېدل غواړي او په فلمونو کې چې هیرو ښه کار کوي ورڅخه اغېزمن کېږي او هماغه کردار غواړي چې له ځان سره یې تر کوره یوسي.

سلمان وایي کله چې ایکشن فلم ثبتوي لکه د (دبنګ) نو دغه ډول کردار کور ته نه وړي یعنې په کور کې هغسې چلند نه کوي، که چېرته داسې وکړي او د (چلبل پانډی) په څېر حرکت وکړي نو پلار یې وهي، مور په څپړه وهي او ورور او خور به شرمنده کړي.

سلمان خان زیاتوي چې په کور کې دی یو ورور او زوی وي خو فلم کې بیا کردار وي او په دې کې هم ډېر ښه شیان وي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې وایي چې: ((زه پوهېږم چې د “بجرنګي بایي جان” په څېر کردار تر کوره راوړی شم او که چېرته زما په ګډون نور کسان هم له دا ډول کردار څخه له ۱۵ تر ۲۰ سلنو پورې په کور کې عمل وکړي نو زما مقصد به پوره شوی وي.))

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …