کورپاڼه / روغتيا / په زخمونو کې د انتان د مخنیوي لپاره نوي مواد تیار شول

په زخمونو کې د انتان د مخنیوي لپاره نوي مواد تیار شول

ساینسپوهانو داسې نوي مواد (نوي هایدرو جیل) تیار کړي، چې په زخمونو کې د انتان د مخنیوي ترڅنګ د هر ډول میکروب یا بکتریا پر وړاندې اغېزمن وي.

دغه راز د زخم د ډکولو او د سمدستي ښه کولو او په ځانګړي توګه هغه بکتریا یا میکروبونو پر وړاندې اغېزمن وي چې د انټي بیوټیک پر وړاندې مزاحمت کوي.

ویل کېږي چې دغه هایدرو جیل د سویډن د چالمرس د ټیکنالوژۍ پوهنتون د روغتیایي څېړونکو د یوې ډلې لخوا ډیزاین او تیار شوی دی.

ددې هایدرو جیلو په مرسته بکتریا په ځانګړي توګه هغه بکتریاوې له منځه ځي چې د انټي بیوټیکو پر وړاندې مزاحمت کوي او دغه نوې درمل به د نړۍ په سطحه روانو هڅو ته یوه هیله ورکړي.

د یادولو وړ ده چې د روغتیا نړیوالې ادارې هغه بکتریاوې یا میکروبونه د نړیوالې روغتیا لپاره یو لوی خطر ګڼلی چې د انټي بیوټیکو پر وړاندې مزاحمت کوي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …