کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / فیسبوک پر نوي او ګټور فیچر کار پیل کړی

فیسبوک پر نوي او ګټور فیچر کار پیل کړی

فیسبوک به ډېر ژر د خپلو کاروونکو لپاره آسانتیا او د غلطو معلوماتو څخه د مخنیوي لپاره هغه نوی فیچر وړاندې کړي چې له وړاندې یې ازمایښت پیل شوی.

په دې نوي او د ټیکنالوژۍ په دور کې به شاید داسې کسان ډېر لږ وي چې له ټولنیزو رسنیو لېرې وي او فیسبوک بیا یوه هغه ویبپاڼه ده چې کاروونکي د خپل په لوري له د مقناطیسو راکاږي.

فیسبوک له خبرونو نېولي، تر هنري راپورونو او ټوکو، ټکالو څخه ډک دی، چې په میلونو کسان ترې ګټه اخلي او له نورو سره یې شریکوي.

خو یوه ستونزه شته او هغه دا چې د فیسبوک کاروونکي شکایت کوي چې دغه ویبپاڼه د غلطو معلوماتو سرچینه ده. یعنې پر فیسبوک ډېر شمېر خلک داسې خبرونه خپروي چې سرچینه نامعلومه وي چې بیا خلک له ستونزو سره مخ کوي.

دغه ستونزه فیسبوک په نظر کې نېولې او اوسمهال یې په یو داسې فیچر کار پیل کړی، چې د یو خبر د سرلیک له خپرولو دمخه به یې فیسبوک درڅخه تایید غواړي او یو پیغام به درکوي چې آیا یاده پوسټ دې خپور شي او که نه.

دا هم ولولئ

له کوم ډول وریځو څخه د باران ورېدلو امکان ډېر وي؟

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي کله چې وریځې تور رنګه یا سرمیي غوندې …