کورپاڼه / هنر او کلتور / دیشا پټاني: زه په فیشن نه پوهېږم، یوازې هغه جامې اغوندم چې خوښېږي مې

دیشا پټاني: زه په فیشن نه پوهېږم، یوازې هغه جامې اغوندم چې خوښېږي مې

د بالیووډ د فلمونو اداکاره یا هنرمنده دیشا پټاني وایې چې د فیشن په اړه نه پوهېږي خو د ښو جامو یا جوړو اغوښتل یې خوښېږي.

دیشا پټاني له رسنیو سره خبرو کې ویلي دي چې تل چپلکې او اوږده کمیسونه یا ټي شرټونه اغوندې او په دې ډول سره خپل ځان آرامه احساسوي.

نوموړې زیاتوي خو کله چې بیا بهر وځي نو هڅه کوي چې لږ ډېر ځان جوړ کړي ترڅو له نورو څخه بېله او ځانګړې ښکاره شي.

دیشا پټاني د جامو د ټاکنې په اړه وایي چې:(( د جامو ټاکنه زما په فکر او سوچ پورې اړه لري چې زه څه شي احساسوم، زه په په فیشن او بل څه نه پوهېږم او په عام ډول هغه جامې اغوندم چې خوښوې مې شي.))

د یادولو وړ ده چې د دیشا پټاني به د سلمان خان په راتلوونکی فلم (رادی) کې چې د میي په ۱۳ نیټه به خپور شي، د سینما پر سکرین راڅرګنده شي.

دا هم ولولئ

راکیش اوم پرکاش: کله چې مې د فلم کېسه امیتاب بچن ته ورکوله نو لاسونه مې لړزېدل

د بالیووډ فلمونو مخکښ فلم جوړونکی راکیش اوم پرکاش وایي کله مې چې د (عکس) …