کورپاڼه / جالب / د (۱۹۵۳) کال وړاندوینه رښتیا کېږي؛ هڅې رواني دي ترڅو مریخ ته انسان ولېږي

د (۱۹۵۳) کال وړاندوینه رښتیا کېږي؛ هڅې رواني دي ترڅو مریخ ته انسان ولېږي

د ټیسلا او سپیس ایکس شرکتونو بنسټ ایښودونکی ایلون ماسک، مریخ ته د انسان د لېږلو پر ماموریت کار پیل کړی دی، خو ترڅنګ یې د یو الماني ساینسپوه هغه حیرانوونکې وړاندوینه هم څرګنده شوې چې نیمه پیړۍ دمخه یې کړې وه.

الماني ساینس وړاندوینه کړې چې د ایلون په نوم یو شخص به راپورته شي او انسانان ته به تر مریخه پورې ورسوي.

د ایکسپریس ټربیون د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه الماني ساینسپوه ورنر وون براون نومیده او په ۱۹۵۳ کال یې یو ساینسي فکشن ناول لیکلی و چې نوم یې (Mars Project: A Technical Tale) و.

نوموړي ساینسپوه په دې کتاب کې وړاندوینه کړې چې د ایلون په نوم یو شخص به انسانان مریخ ته وړي، چې دغه وړاندوینه یې اوسمهال نیمه پېړۍ وروسته په رښتیا کیدو سره ښکاري.

تېر کال ایلون ماسک پر خپل ټویټر یو ټویټ کړی و او لیکلي یې ول: ((قسمت، قسمت، زما لپاره د تښتې کوم ځای نشته.)) د نوموړي ددې ټویټ په ځواب د ټوبی لي په نوم یو شخص ورته د ورنر وون براون د کتاب د یوې صفحې عکس پورته کړ، چې د ایلون ماسک په اړه یې وړاندوینه کړې وه.

دا هم ولولئ

په هند کې یو شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

د هند په تلنګانه ایالت کې یو قبایلي شخص شخص په یو منډپ (د هندوانو …