کورپاڼه / خبرونه / په مسجد الحرام کې به د اختر لمونځ لپاره ځانګړې اجازت نامې صادرې شي

په مسجد الحرام کې به د اختر لمونځ لپاره ځانګړې اجازت نامې صادرې شي

لکه څنګه چې نن د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ ورځ ده او سبا ورځ به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي، نو په ټولو اسلامي هیوادونو کې به د اختر لمونځ شي، خو په ځینو هیوادونو کې به د کورونا په سبب ځانګړي شرایط هم پلي شي، چې په دې هیوادونو کې یو سعودي عربستان هم دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت دې خبرې ته اشاره کړې چې په مسجد الحرام کې به د اختر د لمونځ ادا کولو لپاره به ځانګړې اجازې نامې صادرې کړي.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د وینا له مخې ویل کېږي چې په مسجد الحرام کې به د اختر د لمونځ د ادا کولو لپاره به ځانګړې اجازت نامې د “اعتمرنا” او “توکلنا” له اپلیکیشنو څخه صادرې کړي.

د یاد هیواد دغه وزارت دا هم وایي، هغه نارینه او ښځې چې دغه اجازت نامه یې ترلاسه کړي وي د پنجشنبې د ورځې د سهار او اختر لمونځونه په مسجد الحرام کې ادا کولی شي.

د یادولو وړ ده چې سږ کال سعودي عربستان د بهرنیو حجیانو یا زیارت کوونکو لپاره هم د حج کولو اجازه ورکړې ده.

دا هم ولولئ

عزیزالله فضلي بیا د کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ مخکینی رییس عزیزالله فضلي یو ځل بیا کرکټ بورډ ته د …