کورپاڼه / جالب / د سنوکر لپاره نوي میزونه جوړ شوي؛ درې لکه ډالر قیمت لري

د سنوکر لپاره نوي میزونه جوړ شوي؛ درې لکه ډالر قیمت لري

د سنوکر د لوبې مینوال په دې پوهېږي که چېرته ددې لوبې میز په بشپړ ډول همواره سطحه ونه لري، نو یاده لوبه پرې نه شي ترسره کیدلی، چې اوس په همدې لړ کې یو فرانسوي د موټرو یو شرکت داسې میز جوړ کړی پر کښتۍ په اتومات ډول سره سیده کېږي او د سنوکر لوبه پرې ترسره کیدلی شي.

خو د یادولو وړ ده چې دغه میز تر دریو لکو ډالرو پورې قیمت لري. که څه د بوګاتي شرکت د موټر د جوړولو په برخه کې ډېر ښې موټرې جوړوي او نړیوال شهرت لري خو اوس یې د (کاربن فایبر پول) میز جوړ کړی.

ددې میز ځانګړتیا داده چې په دې کې ترټولو نوی جایرو سکوپ نصب شوی چې هر شېبه میز سیده ساتي او که چېرته میز لږ هم کوږ شي تو په اتومات ډول سره سیده کېږي.

ویل کېږي بوګاتي دغه میز د انجینرۍ د یو شرکت (ایي. ایکس.او) په مرسته جوړ کړی. ددغه میز چوکاټ د المونیم او تایتینیم څخه جوړ دی او له پاسه پرې کاربن فایبر ورکړل شوی چې د لوبې له طبیعت سره جوړ دی.

د توپونو یا بالونو خانې یې د سټینلیس څخه جوړې شوي او اړخونه یې د (CNC) اوږد ماشین کې له المونیم څخه جوړ شوي. خو یاد شرکت اعلان کړی چې یوازې دیرش داسې میزونه جوړوي.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …