کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / کومې کلمې او جملې پر یوټیوب ډېر کارول کېږي؟ یوټیوب یې راپور ورکړ

کومې کلمې او جملې پر یوټیوب ډېر کارول کېږي؟ یوټیوب یې راپور ورکړ

یوټیوب د یوه په زړه پوري تحلیل وروسته ویلي چې په ډېرو ویډیوګانو او لنډو کلپونو کې کوربه د ویډیو په لومړیو او وروستیو کې ځینې ځانګړې کلمې یا ښه راغلاست او نورې کلمې ادا کوي.

ډېری یوټیوبران په دې باور دي چې د ویډیو لومړنۍ خبرې یا د ښه راغلاست کلمې ډېرې مهمې وي چې دوی له داسې جملو سره ډېر پام کوي ځکه چې همدغه کلمې یې بیا وروسته د دوی پېژاند او نښه ګرځي، خو په حیرانوونکې توګه پر یوټیوب یوه جمله داسې ده چې ترټولو ډېره ویل کېږی او هغه (Hey Guys) یعنې سلام هلکانو ده.

یوټیوب په یو نوي راپور کې یو میلون ویډیوګانې تر نظر تېرې کړي او دغه ټولې ویډیوګانې د مشهور یوټیوبران دي او له مخې یې د لومړنیو کلمو د استعمال درجه بندي کړې چې په دې کې شپږ دیرش سلنو کسانو د “ګایز” یعنې هلکانو کلمه کارول شوې.

په دویم نمبر کې د وټساپ کلمه ډېر کارول شوې، په ځانګړي توګه د روغتیا او ورزش په چینلونو کې دغه کلمه ډېر کارېدلې او د سفر او ساتیري په چینلونو کې د “سهار په خیر” کلمه ډېره کارېدلې.

ددې سربېره د “سلام هلکانو”، “ټول به ښه وئ”، “سلام ټولو ته”، “ښاغلې او ښاغلو” او نورې کلمې د یوټیوبرانو د خوښې جملې دي.

دا هم ولولئ

ګوګل د پوستکي د ناروغیو د تشخیص لپاره انلاین وسیله جوړه کړې

د نړۍ ترټولو لوی پلټونکې ماشین او د انټرنیټي ټیکنالوژۍ شرکت ګوګل د پوستکي د …