کورپاڼه / جالب / د زمبابوې یو اوسیدونکی چې ۱۵۱ اولادونه لري، غواړي چې ۱۷ واده هم وکړي

د زمبابوې یو اوسیدونکی چې ۱۵۱ اولادونه لري، غواړي چې ۱۷ واده هم وکړي

له زمبابوې څخه یو داسې په زړه پوری خبر ترلاسه شوی چې ټول خلک یې کړي او هغه دا چې ددې هیواد یو اوسیدونکی چې د ۱۵۱ اولادونه پلار دی او ۱۶ ودونه یې کړي، اوس یې د ۱۷ واده هیله څرګنده کړې.

لکه څنګه چې اوسنی دور د قیمتۍ او د سختۍ بې روزګارۍ دور دی او ډېر شمېر خلک د یو واده او یو ماشومانو لګښت هم نه شي پوره کولی، په داسې حالاتو کې د زمبابوې یو اوسیدونکی د ۱۶ میرمنو خاوند او د ۱۵۱ ماشومانو پلار دی.

د انګلستاني رسنۍ د راپور له مخې ویل کېږي، دغه  ۶۶ کلن شخص چې مسهیک نیندورو نومېږي او له پوځ څخه تقاعد شوی. ادعا لري چې د ۱۵۱ اولادونو او د ۱۶ میرمنو په درلودلو هیڅ کار نه کوي او دنده یې د خپلو ۱۶ میرمنو ساتنه ده او ددې سربېره د ۱۷ واده هیله هم لري.

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د ودونو دغه پلان یې له ۱۹۸۳ څخه عملي کړی او تر هغې دغه پلان همداسې ساتي ترڅو مړ شوی نه وي. دغه راز پخپلو تجربو ویاړ کوي او که امکان یې درلودای نو ۱۰۰ ودونه یې کول ترڅو د اولادونه شمېر زر تنه شوی و.

مسهیک وایي چې د خپلو میرمنو سره د هغوی د عمر مطابق چلند کوي یعنې له کشرو میرمنو سره د مشرو میرمنو په څېر چلند نه کوي او حیرانوونکې داده چې ددې هر څه سربېره بیاهم له اقتصادي ستونزو سره نه دی مخ شوی.

نوموړی زیاتوي چې له خپلو سکه او ناسکه اولادونو څخه پیسې او ډالۍ اخلي، هره میرمن یې ورته ډوډۍ پخوي خو بیا هغه خواړه خوري چې ډېر خوندور وي. خو له خپلو ټولو میرمنو څخه د واده پر ورځ واده اخیستې ده چې د خوړو په نه خوښولو به یې نه خپه کېږي.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …