کورپاڼه / خبرونه / انګلستان: د ای پي ایل لپاره نړیوال کرکټ نه شو پرېښودی
انګلستان لوبډله

انګلستان: د ای پي ایل لپاره نړیوال کرکټ نه شو پرېښودی

د انګلستان او ویلس کرکټ بورډ ډایریکټر ایشلی جایلز وايي، چې د ای پي ایل سیالیو لپاره نړیوالې سیالۍ نه شو پرېښودی. د هند سفر پر مهال ډېرو لوبغاړو ته دمه ورکول او بیا به ای پي ایل کې د لوبېدو له امله د انګلستان کرکټ بورډ تر نیوکو لاندې دی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، انګلستان د سریلانکا او بیا د هند په سفر کې ډېرو لوبغاړو ته د هغوی په خوښه د لوبو کولو یا نه کولو اجازه ورکړه او همدا راز ځینو لوبغاړو ته يې د ارام اجازه هم ورکړه.

خو وروسته بیا د انګلستان ډېر لوبغاړي ای پي ایل ته لاړل او د نړیوالو سیالیو پر ځای يې ای پي ایل ته اهمیت ورکړ. اوس د انګلستان کرکټ بورډ ډایریکټر ایشلی جایلز وايي، چې د ای پي ایل لپاره نړیوالې سیالۍ نه شو پرېښودی.

سږکال د انګلستان کرکټ ملي لوبډله بنګله دېش، نیوزيلېنډ، سریلانکا او پاکستان ته د سیالیو لپاره سفر کوي، چې د یادو هېوادونو به کوربه توب به سیالۍ ترسره کړي.

د یادولو وړ ده چې د ای پي ایل ځنډېدو له امله د انګلستان ۹ لوبغاړي بېرته خپل هېواد ته رسېدلي دي خو کرنټین دي، همدا راز کریس جورډن په بارباډوس او ایون مورګن په مالديپ کې کرنټین دي.

دا هم ولولئ

ګلشن ګروور او مهیندر سینګ دهوني

ګلشن ګروور مهیندر سینګ دهوني ته: زموږ په کارونو کې لغته مه وهه

د هندي سینما مشهور اداکار چې په فلمونو کې زیات وخت د بدمعاش کردار لوبوي، …