کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د قېس احمد د اختر ډالۍ، ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې واخیستل شو
قېس احمد

د قېس احمد د اختر ډالۍ، ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې واخیستل شو

د افغانستان ځوان او تکړه ورو توپ اچونکي قېس احمد د کوچني اختر د راتلو نه مخکې ستره ډالۍ ترلاسه کړه، چې په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې واخیستل شو.

د انګلستان کینټ کرکټ لوبډلې په خپله وېبپاڼه کې د قېس احمد د اخیستو خبر خپور کړی دی، دوی لیکلي دي چې د افغانستان نړیوال سپینر توپ اچونکی قېس احمد يې د ویټالیټي بلاسټ ټولو سیالیو او همدا راز د کاونټي سیاليو لپاره اخیستی دی.

دوی د قېس احمد په اړه لیکي، چې نوموړی د شل اوریزو لوبو نړیوال لیګ سپینر لوبغاړی دی، چې په افغانستان غوره لیګ، کارابین غوره لیګ، بنګله دېش غوره لیګ، پاکستان سوپر لیګ، بیګ باش لیګ او لنکا غوره لیګ کې هم لوبېدلی دی.


۲۰ کلن قېس احمد په ۲۰ اوریزو لوبو کې ۶۷ لوبې ترسره کړې دي، چې ۷۷ ویکټې يې اخیستي، د هغه اوسط ۲۱.۲۸ دی او اکانومي يې ۷.۵ ده.

په راپور کې د قېس احمد له خولې لیکل شوي دي، چې زه د ویټاليټي بلاسټ سیاليو کې د کینټ لوبډلې لپاره لوبېدو ته ډېر لېواله یم. نوموړی همدا راز وايي، چې د ډینیل بیل ډرومونډ سره مخکې په کولمبو کنګز لوبډله کې هم لوبېدلی دی او زه به هڅه کوم چې خپلې ښې لوبې ترسره کړم.

د کینټ لوبډلې ډایریکټر پال ډاونټون د قېس احمد په اړه وايي، چې نوموړی ستر استعداد لري او په سترو لیګونو کې لوبېدلی دی، زه ورته په دې لوبډله کې راتګ ته هرکلی وایم.

دا هم ولولئ

حضرت الله ځاځی ۲

حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډله پایلوبې ته ورسوله، دریم ځل د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه

حضرت الله ځاځي یو ځل بیا ښه او چټکه توپوهنه ترسره کړه او د پېښور …