کورپاڼه / سياست او روانې چارې / نن په ټول هېواد کې کوچنی اختر لمانځل کېږي
کوچنی اختر مو مبارک شه

نن په ټول هېواد کې کوچنی اختر لمانځل کېږي

د مبارکې روژې پای ته رسېدو وروسته نن په ټول هېواد کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ډېر په خوشحالۍ سره لمانځل کېږي.

د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د کوچني اختر لمونځونه د امن او سولې په فضا کې ترسره شوي دي، چې په لوی شمېر پکې هېوادوالو ګډون کړی دی.

د طالبانو له خوا هم په دې کوچني اختر کې درې ورځې اوربند اعلان شوی دی، چې حکومت هم د یاد اوربند هرکلی کړی دی او هیله ده چې دا درې ورځې په هېواد کې په بشپړ امن او سولې کې تېرې شي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم خلک یو بل ته د کوچني اختر مبارکۍ ورکوي او هر څوک د اختر په ورځ په نویو کالیو کې اخیستل شوي عکسونه له نورو سره خپروي.

د يادولو وړ ده چې نن له هند پرته د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې د کوچني اختر لمانځل کېږي، خو وزیرستان او ځينې افریقايي هېوادونو کې بیا پرون اختر لمانځل شوی دی.

دا هم ولولئ

امنیتي ځواکونه

نن شپه ۹ بجې به د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د کابل اسمان د (الله اکبر) له نعرو ډک شي

نن شپه ۹ بجې په کابل کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ …