کورپاڼه / خبرونه / قېس احمد: هڅه به وکړم چې انګلستان کې هم د ګران افغانستان ښه استازولي وکړم
قېس احمد

قېس احمد: هڅه به وکړم چې انګلستان کې هم د ګران افغانستان ښه استازولي وکړم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی قېس احمد د انګلستان په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې د کینټ لوبډلې اخیستی دی، چې نوموړي يې هم په اړه ټویټ کړی دی.

پرون ورځ کینټ کرکټ لوبډلې په یو ټویټ کې اعلان کړی و، چې د افغانستان نړیوال سپینر توپ اچونکی قېس احمد يې له خپلې لوبډلې سره یو ځای کړی دی.

قېس احمد هم په دې اړه په خپل یو ټویټ کې خوښي ښکاره کړې ده او په انګلستان کې د افغانستان نوم او بېرغ ځلولو او استازولۍ یادونه يې کړې ده.

قېس احمد لیکلي دي: ((ستاسو د دعاګانو او زموږ د خواریو په برکت د انګلستان په کوانټي لیګ کې واخیستل شوم. دغه ویاړ دې ټولو هېوادوالو ته مبارک وي، زه به هلته هم خپله پوره هڅه وکړم چې د ګران افغانستان نوم او د ملي بېرغ ښه استازولي وکړم. د یو ودان او اباد افغانستان په هیله.))


کینټ کرکټ هم په خپل ټویټر کې د قېس احمد یوه کوچنۍ ویډیو خپره کړې ده، چې هغه پکې د دغه لوبډلې سره د یو ځای کېدو په اړه خوښي ښکاره کړې ده.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …