کورپاڼه / اسلام / آیا د یو لمونځ په پرېښودو د بل لمونځ ثواب نه حاصلېږي؟

آیا د یو لمونځ په پرېښودو د بل لمونځ ثواب نه حاصلېږي؟

پوښتنه: زه او زما د ډېر مصروفیت په سبب کله ناکله پنځه وخته لمونځ نه شو ادا کولی، کله راڅخه د ماښام او کله راڅخه د مازیګر لمونځ پاتي وي.

یو کس راته وویل که چېرته د ورځې کوم لمونځ پرېښودل شي نو د ورځې د یو وخت لمونځ ثواب هم نه ترلاسه کېږي او زما بیا داسې ملګري هم شته چې د سهار لمونځ ترې پاتې شي نو بیا د ورځې یو لمونځ هم نه کوي. نو ایا دا سمه ده چې د ورځې یو دوه وخته لمونځ پاتې شي د نورو لمونځونو ثواب هم نه ترلاسه کېږي؟

ځواب: د اسلام له پنځو بناوو څخه یو مهم رکن لمونځ دی، د هر لمونځ پخپل وخت ادا کول اړین وي. پرته له شرعي عذره لمونځ ځنډول، ګناه کبیره ده او قصداً یې پرېښودل حتی د ځینو امامانو په نزد کفر دی.

په یو حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: چا چې په قصدي ډول سره لمونځ پرېښود نو د الله تعالی او د هغه د رسول مسولیت له هغه څخه پاک شو. یعنې کفر یې وکړ(ابن ماجه، مسند احمد).

په یو بل شریف کې فرمایي: زموږ او د کفارو او مشرکینو ترمنځ توپیر د لمونځ پرېښودل دي، نو هغه څوک چې لمونځ ترک کړي نو هغه کافر کېږي.(ترمذی، نسایي).

لمونځ د مسلمان پېژندنه ده او په دې سستي کولو ته اجازه نشته خو که چېرته په کوم سبب یا د سستۍ په سبب لمونځ پاتې شي نو په پاتې څلور لمونځونو هغسې اغېزې نه غورځږي چې نور لمونځونه به ثواب نه لري یابه سم نه وي.

هر لمونځ بېل بېل فرض دی او هر یو ځانګړی وخت لري او د یو لمونځ په پاتې کېدو سره د بل لمونځ پرېښودل په زوره سره ګناه په غاړه اخیستل دي او د ځینو فقهاء په نزد داسې عمل کول د کفر کول دي.

که چېرته کوم لمونځ پاتې شي نو پر وخت باید بېرته یې قضایي راوګرځول شي او ټول لمونځ په سم وخت سره ادا کړئ ځکه چې لمونځ د دین یوه مهمه ستنه ده.

دا هم ولولئ

حدیث شریف: د اړمنو کسانو سره مرسته کول صدقه ده

حضرت عبدالله بن سلام رضي الله عنه فرمایي چې کله حضرت محمد صلی الله علیه …