کورپاڼه / جالب / د پښو د ګوتو په اړه ډېر په زړه پوري او مهم معلومات

د پښو د ګوتو په اړه ډېر په زړه پوري او مهم معلومات

د انسان د شخصیت پېژندنه یو ډېر ستونزمن او سخت کار دی، خو ارواپوهان بیا په دې برخه کې له بېلابېلو لارو چارو کار اخلي، چې یوه یې هم د لاس او پښو له ګوتو څخه شخصیت پېژندنه هم ده.

یعنې د یو انسان د لاس او پښو د ګوتو جوړښت د هغه د شخصیت په اړه ډېر څه وایي. ارواپوهان وایي چې د ځینو کسانو د پښو ګوتې د نورو په پرتله اوږدې وي.

دوی په دې نظر دي چې که چېرته د پښې دویمه ګوته له لومړۍ ګوتې څخه اوږده وي نو دا ډول خلک ډېر ځیرک او هوښیار وي او ځینې نورې ځانګړتیاوې هم لري چې دلته به یې بیان کړو:

  • دوی هڅه کوي چې هر کار ژر تر ژر ختم کړي.

  • ډېر ستونزمن کار هم ډېر ژر زده کوي.

  • د ستونزو ډېرې آسانه لارې لټوي.

  • دوی پر یو وخت څو مسولیتونه یا کارونه سرته رسوي.

  • او د بېلابېلو کارونو پر یوځای د ترسره کولو وړتیا لري.

دا هم ولولئ

په هند کې یو شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

د هند په تلنګانه ایالت کې یو قبایلي شخص شخص په یو منډپ (د هندوانو …