کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ به څه شی له ځان سره نوي راوړي؟

وټساپ به څه شی له ځان سره نوي راوړي؟

د فیسبوک د ملکیت لاندې وټساپ په بنسټیزه توګه د موبایل یو اپلیکشن دی خو ویب ویرژن او د کمپیوټر اپلیکیشن هم لرپ او د ډیسک ټاپ یا لیپ ټاپ په ذریعه خلک په آسانۍ سره چټ هم کولی شي.

د العربیه ډاټ نیټ د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه اپلیکشن له ۲۰۱۵ کال راهیسې پر کمپیوټر د استعمال وړ ګرځیدلی. که څه هم دغه اپلیکیشن له موبایل پرته په آسانۍ استعمالېږي خو ډېر بندیزونه هم لري.

او د یادولو وړ خبره یې دا ده که چېرته پر کمپیوتر وټساپ استعمالوئ نو ترڅنګ به موبایل ضرور ایښی وي. خو اوس راپورونه وایي چې د موبایل په کامره وټساپ ته د ورننوتلو لپاره د کیو آر د کوډ سکین کولو ورځ پای ته رسېدلې او دا هغه وخت ممکن ده چې د یاد شرکت تجربه بریالۍ شي.

یعنې وټساپ په دې کار پیل کړی ترڅو پر کمپیوتر یې د استعمال پر وخت موبایل ته اړتیا پیښه نه شي او د موبایل د خرابېدو، ورکېدو او یاهم د نه لاسرسي په صورت کې پر کمپیوتر وټساپ کارولی شئ.

د یادولو وړ ده چې د وټساپ سیال اپلیکیشن ټیليګرام له ډېرې مودې راهیسې دغه فیچر لري او څه وخت وړاندې د وټساپ د نوو شرایط پرمهال ډېرو خلکو له وټساپ لاس واخیست او د ټیلیګرام استعمال یې پیل کړ.

دا هم ولولئ

له کوم ډول وریځو څخه د باران ورېدلو امکان ډېر وي؟

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي کله چې وریځې تور رنګه یا سرمیي غوندې …