کورپاڼه / خبرونه / نن ورځ په امریکا او کاناډا کې ټول مسلمانان په ګډه سره د کوچني لمانځي

نن ورځ په امریکا او کاناډا کې ټول مسلمانان په ګډه سره د کوچني لمانځي

د اهل سنتو ټولو ادارو د دیرشو (۳۰) روژو له پوره کولو وروسته نن د میي د میاشتې په دیارلسمه (۱۳) نیټه د پنجشنبې په ورځ د کوچني اختر د لمانځلو اعلان کړی.

خو بل لوري ته اهل تشیع یا د شیعه ګانو ادارو بیا د نهه ویشتو (۲۹) روژو په پوره کولو سره نن د پنجشنبې په ورځ د کمکي اختر د لمانځنې اعلان کړی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په امریکا او کاناډا کې په یوه ورځ د کوچني اختر په لمانځنې سره په مسلمانه ټولنه کې د آرام او ډاډ فضاء خورېږي.

مسلمانانو ټولنو د اختر ددې مبارکو ورځو په مناسبت له خلکو غوښتنه کړې چې د کورونا وایروس پر وړاندې دې له اړوند اصولو څخه پیروي وي.

دغه راز په نیویارک کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر نن ورځ او د جمعې پر ورځ هم د کوچني اختر رخصتي ورکړې ده.

دا هم ولولئ

اسدالله خان

اسدالله خان: په سلیکشن کې د غېر مسلکي کسانو د لاسوهنو له امله مې استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي، چې په کرکټ بورډ …