کورپاڼه / هنر او کلتور / سونا کشي سنها: موږ باید د خپلو کارونو د بېرته پیلولو لپاره له بېړي کار وانخلو

سونا کشي سنها: موږ باید د خپلو کارونو د بېرته پیلولو لپاره له بېړي کار وانخلو

د بالیووډ د فلمونو اداکاره یا هنرمنده سونا کشي سنها وایي چې موږ باید د خپلو کارونو د بېرته پیلولو لپاره له بېړي کار وانخلو او په تمه پاتې شو ترڅو حالات ښه شي.

سونا کشي چې د دبنګ په څېر په بریالیو فلمونو کې غوره اداکاري کړې وایي چې اوسمهال باید خپل کارونه ورو کړو ځکه چې هر څوک د کورونا په ناروغۍ اخته کیدلی شي.

د یادولو وړ ده چې سونا کشي د کورونا وایروس د واکسینو لومړنی ډوز په دې وروستیو کې ولګاوه.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په بالیووډ کې د کورونا د دویمې څپې په سبب د فلمونو او تلویزوني ډرامو ثبت یو ځل بیا درول شوی. خو له نیکمرغه سونا کشي له بندیزونه وړاندې خپل ویب پلان بشپړ کړ.

نوموړې منلې چې د کورونا په سبب د کار پرمهال ډېره اندیښمنه وه، ځکه چې کار پرمهال یې د ماسک له لېرې کولو او نورو بندیزونو په سبب یې د وېرې احساس کاوه، خو اوسمهال خلک له دې شیانو سره عادت شوي دي.

دا هم ولولئ

سلمان خان

سلمان خان (په دوبۍ کې د خپلې ښځې او ۱۷ کلنې لور) په اړه غبرګون ښکاره کړ

د هندي سینما مشهور او نومیالي هنرمند سلمان خان د هغه اوازو په اړه غبرګون …