کورپاڼه / خپلواک / د ۲۰۱۹ د ښکلا ملکې تاج بنګله دېشۍ پېغلې ترلاسه کړ
د ښکلا ملکه ۱

د ۲۰۱۹ د ښکلا ملکې تاج بنګله دېشۍ پېغلې ترلاسه کړ

خپلواک وېبپاڼه (۶ نومبر ۲۰۱۹) ډهاکه: د مس يونيورس يا د کاينات ملکې په مسابقه کې په لومړي ځل يوې بنګله دېش زده کوونکې برخه واخيسته او د ۲۰۱۹ کال د ښکلا د ملکې تاج يې په سر کړ.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وينا، د بنګله دېش په پلازمېنه ډهاکه کې تېره اونۍ په نړيوال کنوینسن سټي بسندهار کې د ښکلا مسابقه ترسره شوه.

راپورونو کې ويل شوي، په دغه مسابقه کې شېرين اختر شيلا ته په پايلوبه کې د کمېټې له لوري د ۶۸مې مس يونيورس يا د کاينات ملکې تاج په ور په سر شو. شيرين اختر شيلا په لومړي ځل د ښکلا په دغه مسابقه کې ګډون کړی و او د ښکلا د ملکې تاج يې په سر کړ. نوموړې د پوهنتون زده کوونکې ده.د ښکلا ملکه ۲

د هندي فلمونو نامتو اداکارې، ماډلې او د ۱۹۹۴ کال د ښکلا ملکې سشميتا سين دغه زده کوونکې ته د ښکلا د ملکې تاج ور په سر کړ.

د دغه مسابقې تر پای وروسته هندۍ اداکارې او پخوانۍ د ښکلا ملکې سشميتا سين وويل، چې په دې پروګرام کې په ګډون ډېره خوشحاله يم، نن موږ تاريخ جوړ کړ او تاسې پوهېږئ چې ولې؟ ځکه چې په لومړي ځل يوې بنګله دېشۍ پېغلې په دې مسابقه کې ګډون وکړ او د ښکلا د ملکې تاج يې په سر کړ.

په دغه مسابقه کې د بنګله دېش، نيپال، هند او سريلانکا پېغلو ګډون کړی، چې د بنګله دېش پېغلې او د پوهنتون زده کوونکې پکې بريا ترلاسه کړه. شيرين اختر شيلا د پوهنتون زده کوونکې ده چې اوس په دريم کال کې زده کړې ترلاسه کوي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …