کورپاڼه / جالب / یو پخلنځي پر بیسکټو د غله عکسونه چاپ کړي

یو پخلنځي پر بیسکټو د غله عکسونه چاپ کړي

په امریکا کې د کلچو پخونې یوې کارخانې د کامرې په مرسته له یو غل څخه اخیستل شوې عکسونه پر کلچو چاپ کړي ترڅو پیرېدونکې یې هم وپیژني.

د کلچو دغه پخلنځی په مل واکي کې موقیعت لري او کینفورا نومېږي. ویل کېږي چې د اپریل په (۱۹) نیټه یو شخص دې پخلنځي ته ورننوت، نغدې روپۍ یې په جیب کې واچولې او یو څه شیان یې غلا کړل.

په پخلنځي کې نصب شوو امنیتي کامرو دغه منظر لیدلي، چې بیا یې کار کوونکو د همدې په مرسته تصویرونه جوړ کړل.

راپورونه وایي چې د پخلنځي د کار کوونکو له لورې خواږه بیسکټ جوړ کړي او په دې بیسکټو یې د غله په څېر عکسونه چاپ کړي او د میي د اولې نیټې راهیسې یې خرڅوي ترڅو مجرم وپېژندل شي.

یاد پخلنځي له خلکو هیله څرګنده کړې چې دغه بیسکټ واخلي، و یې خوري او د مجرم په نیولو کې ورسره مرسته وکړي. خو ترڅنګ یې دا هم ویلي چې بېړه دې وکړي ځکه چې بیسکټ یې لږ تیار کړي. بل لوري پخلنځي بیا دوه ورځې له اعلان وروسته وویل چې غل یې پیژندلی خو تر اوسه نه دی نیول شوی.

دا هم ولولئ

هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

د لوی اختر په راتګ سره د نړۍ ټول مسلمانان سنت ابراهیمي پرځای کوي او …