کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / یو خطرناک وایروس د ګوګل کروم شکل غوره کړی

یو خطرناک وایروس د ګوګل کروم شکل غوره کړی

د ټیکنالوژۍ امنیتي کارپوهان وایي چې د ګوګل کروم په شکل د موبایل وایروس مو موبایل اغېزمنوي او شخصي معلومات پټولی شي.

د سایبر امنیتي شرکت (Padeo) کارپوهانو د یو نوي مالویر (کمپیوټر، سرور او موبایل ته د زیان رسونې په موخه جوړ شوي سافټویر) په اړه خبرداری ورکړی چې تر اوسه یې زرګونه آلو ته زیان رسولی و.

دوی وایي چې یو د نوي مالویر په مرسته چې د ګوګل کروم په شکل دی، د موبایلونو شخصي معلومات غلا کېږي. دوی زیاتوي کله چې دغه ویروس یعنې جعلي ګوګل کروم مو یو ځل په موبایل کې انسټال شي نو بیا هر ورځ ستاسو په موبایل کې موجودو نمبرو ته پیغامونه لېږل پیلوي.

دا وایروس د رسمي ګوګل کروم له نوم څخه په ګټه اخیستنې، د وایروس ضد اپلیکیشن ته زیان رسوي. خو پوښتنه داده چې له دې جعلي اپلیکیشن څخه به څه ډول ځان ساتو؟

امنیتي کارپوهان وایي چې له دې وایروس څخه د مخنیوي لپاره د امکان تر حده د خپل کریډټ او ډیبټ کارډ لنک په ناپیژانده ویب ته مه ورکوئ او تل هڅه وکړئ چې اپلیکیشنونه له پلی سټور او اپیل سټور څخه ډانلوډ کړئ.

دا هم ولولئ

ګوګل د پوستکي د ناروغیو د تشخیص لپاره انلاین وسیله جوړه کړې

د نړۍ ترټولو لوی پلټونکې ماشین او د انټرنیټي ټیکنالوژۍ شرکت ګوګل د پوستکي د …