کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / یوه داسې بېړۍ جوړه شې چې په یو وخت کې هم الوتکه او هم کښتۍ ده

یوه داسې بېړۍ جوړه شې چې په یو وخت کې هم الوتکه او هم کښتۍ ده

دا سمندري بېړۍ چې تر اوسه پورې ترټولو تېز سرعته بېړۍ ګڼل کېږي، په بریښنا سره چلېږي او په یو وخت کې هم کښتۍ ده او هم الوتکه.

ویل کېږي چې دغه بېړۍ د (سي ګلاییډر) په نوم یادېږي او په ساعت ۱۸۰ کیلومیتره په سرعت سره مزل کوي، چې تر اوسه پورې له تیار شوو الوتکو څخه تیز سرعته دی، خو دا هم باید هېر نه شي چې دا یوه کښتۍ هم ده.

دغه راز ویل کېږي چې تر اوسه پورې یې د نوي بریښنایي الوتکې لپاره ۴۶۵ میلونو ډالرو امر ترلاسه شوی او د یوې اوسیدونې د کښتۍ په څېر آسانتیاوې لري او په دې ډول به یوه الوتونکې کښتۍ په مناسب قیمت سره ترلاسه شي او په سمندري بار وړنه کې به یو انقلاب رامنځته کړي.

دې الوتکې ته یې د (جي.اي.وي) نوم ورکړی او د اوبو له پاسه او هم له اوبو پورته الوتنه کولی شي چې په ډول یې له الوتکې سرعت ډېرېږي.

دغه راز ترټولو مهمه یې داده چې دغه الوتکه بریښنایي ده او په آسانۍ سره ښکته کیدلی او پورته کیدلی شي، چې په همدې سبب یې د نړۍ غټو ـ غټو شرکتونو له لورې ورته د تیارولو آمر شوی دی.

دا هم ولولئ

ګوګل د پوستکي د ناروغیو د تشخیص لپاره انلاین وسیله جوړه کړې

د نړۍ ترټولو لوی پلټونکې ماشین او د انټرنیټي ټیکنالوژۍ شرکت ګوګل د پوستکي د …