کورپاڼه / جالب / داسې یخچالونه جوړ شوي چې له لمریزې بریښنا څخه کار کوي

داسې یخچالونه جوړ شوي چې له لمریزې بریښنا څخه کار کوي

نوې ټیکنالوژۍ د انسان په ژوند کې ډېر بدلون راوستی او د ژوند چارې یې ورته آسانه کړي، خو دغه لړۍ ختمه نه ده بلکې لا هم دوام لري او په مرسته به یې انساني ژوند ډېر آسانه شي.

خو اوسمهال هڅې روانې دي ترڅو د ټیکنالوژۍ ټولې آلې او توکي لمریزې بریښنا ته واړوي، ترڅو لګښتونه یې هم کم شي او چاپیریال هم له ککړتیا څخه وژغورل شي.

په دې لړ کې په نیویارک کې یو داسې یخچال جوړ شوی، چې د لمریزې بریښنا په مرسته چلېږي. په دې یخچال کې دوه خانې جوړې شوي چې تر منفي څلور درجو پورې ژور یخ یا سوړوالی برابروي.

دغه راز دا یو داسې یخچال دی چې له کوره ایستل کېږي او هر ځای ته د وړلو وړ دی، یعنې هرځای کې استعمالیدلی شي.

ویل کېږي چې دغه ګرځنده یخچال تر منفي شلو درجو پورې یخوالی یا سوړوالی پیدا کولی شي. خو دغه سوړوالی د یخ څخه پرته برابروي ځکه چې یوه داسې پیاوړې بیټري لري چې د اییرکنډیشن سیستم کار کوي.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …