کورپاڼه / خبرونه / پاکستاني کرکټر محمد عامر د انګلستان د تابعیت غوښتنه کړې
محمد عامر

پاکستاني کرکټر محمد عامر د انګلستان د تابعیت غوښتنه کړې

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي محمد عامر د پاکستان د تل لپاره د پرېښودو پرېکړه کړې ده او د انګلستان د تابعیت غوښتنه يې کړې ده.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا محمد عامر د پنجشنبې په ورځ د انګلستان د تابعیت لپاره خپل اسناد جمع کړي دي. که چېرته محمد عامر د انګلستان تابعیت ترلاسه کړي، نو په هغه به د کرکټ نورې دروازې هم پرانیستل شي.

د انګلستان د تابعیت ترلاسه کولو وروسته به محمد عامر وکولای شي چې په انګلستان کې کاونټي کرکټ وکړي او د دې تر څنګ دا چانس هم لري چې د نړۍ په ستر تجارتي لیګ ای پي ایل کې ولوبېږي.

د یادولو وړ ده چې محمد عامر چې له کله راهیسې د نړیوال کرکټ څخه استعفا ورکړې ده، له هماغه وخت راهیسې د خپلې کورنۍ سره یو ځای په انګلستان کې اوسېږي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې محمد عامر په خپله یوه وروستۍ مرکه کې د هند د کرکټ ډېره ستاینه هم کړې ده او هغه د پاکستان کرکټ بورډ په منیجمنټ او مشرانو تل سختې نیوکې هم کوي.

یاده دې وي چې محمد عامر د پنځه کاله بندېز تېرولو نه وروسته کرکټ ته راستون شو، نو د پاکستان لپاره يې ډېرې ښې لوبې وکړې، خو کله چې هغه له ټېسټ سیالیو نه استعفا ورکړه، نو نیوکې پرې شروع شوې.

خو کله چې نوموړی بیا په نړیوالو سیالیو کې نه اخیستل کېده، نو هغه له نړیوالو سیالیو څخه استعفا ورکړه او وې ويل چې هغه نه شي کولای د اوسني منیجمنټ سره د پاکستان لپاره لوبې وکړي او له دې امله خپله استعفا ورکوي.

دا هم ولولئ

حضرت الله ځاځی ۲

حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډله پایلوبې ته ورسوله، دریم ځل د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه

حضرت الله ځاځي یو ځل بیا ښه او چټکه توپوهنه ترسره کړه او د پېښور …