کورپاڼه / روغتيا / له روژې وروسته خپله روغتیا څه ډول ښه وساتو؟

له روژې وروسته خپله روغتیا څه ډول ښه وساتو؟

کوچنی اختر د روژې په پای ته رسېدو سره د مسلمانانو لپاره یو ډالۍ ګڼل کېږي او یوه داسې غوره ډالۍ ده چې ټوله کورنۍ سره یوځای کوي. خو که چېرته تر یوې میاشتې له نه خوراک وروسته په یو دم سره ډېر خوراک وشي نو د بدني سیستم لپاره زیانمن تمامېږي او د مړاويتوب او چاغښت سبب کېږي. خو که چېرته په لاندې ګټورو نکتو عمل وشي نو زیان څخه یې ځان ساتلی شو.

  • د سهار پرمهال قدم وهنه: کله چې ورزش کوئ نو بدن مو یو ډول داسې هومورمون خارجوی چې خوشحاله مو ساتي او اشتها مو برابره ساتي.

  • له خورک دمخه اوبه څښل: له خوراک وړاندې دوه پیالې یا سل ملي لیتره اوبه څښل د کمې کالورۍ په ترلاسه کولو کې مرستندویه تمامېږي او له ډېر خوراک څخه مو ساتي.

  • خواړه وژوئ: هر څوک په دې حقیقت نه پوهېږي چې د هضم مرحله له معدې څخه نه بلکې په خوله کې د خوړو د ژوولو څخه پیل کېږي، نو هڅه وکړئ چې خواړه ښه وژوئ.

  • ډېر سبزیجات او مېوه استعمال کړئ: په مېوو او سبزیجاتو کې د اوبو او فایبرو شتون تنده له منځه وړي او د لوږې احساس هم کموي.

دا هم ولولئ

سپیرکۍ او د هغې اوبه څومره ګټورې وي؟

سپیرکۍ یو ډول داسې درمل دي چې له ډېر پخوا راهیسې استعمالېږي او په ګټو …