کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د برېډ هاګ د ای پي ایل ۲۰۲۱ کال غوره لوبډله
ریشب پانټ، برېډ هاګ او راشد خان

د برېډ هاګ د ای پي ایل ۲۰۲۱ کال غوره لوبډله

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخواني الراونډر لوبغاړي برېډ هاګ هم د ای پي ایل ۲۰۲۱ کال لپاره خپله غوره لوبډله اعلان کړې ده، چې ده راشد خان هم پکې دی.

دا لوبډله د ترسره شویو لوبو څخه غوره شوې ده، چې ریشب پانټ يې لوبډلمشر ټاکل شوی دی او ځوان لوبغاړي اویش خان هم پکې ځای موندلی دی.

د ای پي ایل ۲۰۲۱ کال سیالۍ د کورونا ویروس له امله په نیمايي کې وځنډول شوې او لا يې هم په اړه معلومات نشته، چې دا سیالۍ به کله او چېرته ترسره شي.

د یادو سیالیو د ترسره شویو لوبو څخه پخواني اسټرالیايي الراونډر برېډ هاګ د خپلې خوښې غوره لوبډله جوړه کړې ده، چې په دې لوبډله کې لاندې لوبغاړي شامل دي:

پریتوي شاو، شیکر دهون، سنجو سمسون، ریشب پانټ (لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی)، اې بي ډیویلیرز، رویندرا جډیجا، سام کران، راشد خان، راهول چاهار، اویش خان او جسپریت بومرا.

د يادولو وړ ده چې پاس هغه لوبغاړي دي چې په ای پي ایل ۲۰۲۱ کال کې ښه ځلېدلي دي، خو له دې پرته هم نور داسې لوبغاړي شته چې به دې لیګ کې ښه ځلېدلي و.

دا هم ولولئ

عزیزالله فضلي بیا د کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ مخکینی رییس عزیزالله فضلي یو ځل بیا کرکټ بورډ ته د …