کورپاڼه / جالب / د (۲۵۶) کلن شخص د اوږد ژوند راز څه و؟

د (۲۵۶) کلن شخص د اوږد ژوند راز څه و؟

یو شخص له ډېر څخه ډېر څومره ژوند کولی شي؟ باوري یم چې ډېر به ووایي چې سل کاله یاهم له دې څخه ډېر، خو د حیرانۍ خبره داده چې په چین کې یو شخص ۲۵۶ کاله ژوند وکړ او تېره پېړۍ هم ژوندی و.

د (پړلو) د ویبپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه څرګندونې په ۱۹۳۰ کال نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې کړې وې او لیکلي یې ول د چین د چنګ ډو پوهنتون استاد (وو شنګ شي) د چین د شاهي حکومت پخوانی ریکارډ موندلی دی.

ددې ریکارډ له مخې ویل کېږي چې د چین د بادشاه له لورې په ۱۸۲۷ د (لي چنګ یواین) په نوم شخص د ۱۵۰ کلنۍ مبارکي ورکړل شوه او له دې وروسته د حکومت له لورې په ۱۸۷۷ کال د ۲۰۰ کلیزې مبارکې وکړل شوه. نیویارک ټایمز لیکي چې په ۱۹۲۸ کال ډېر داسې خلک ژوندی ول چې والدینو یې لي چنګ یواین ژوندی په داسې حال کې لیدلی و چې ښه بوډا و.

راپور زیاتوي چې لي چنګ یواین په ۱۰ کلنۍ د بوټو کاروبار پیل کړ، له غرونو به یې بوټي راوړل او په ښارونو کې به یې پلورل او ترڅنګ یې د بوټو له ګټو هم خبر و او کارول به یې هم، چې بیا همدا بوټي یې د اوږد عمر سبب شول.

نوموړی په ۱۷۴۹ کال په پوځ کې د هنر د استاد په توګه وټاکل شو، په ټول عمر کې یې ۲۳ ودونه کړي او ۲۰۰ اولادونه یې درلودل.

راپور زیاتوي کله چې لي چنګ د مرګ پر بستر پروت و نو و یې ویل:((ما چې په دې نړۍ کې څه کول، و مې کړل.)) دغه نوموړی د خپل اوږد عمر راز هم ویلی:((خپل زړه خوښ ساتل، د کیشپ یا شمشتۍ په څېر ناسته، د کوترې په څېر له ځواک سره الوتل او د سپي په څېر وېده کیدل.))

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …