کورپاڼه / خبرونه / سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه
عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون د کوچني اختر لومړۍ ورځ وه، خو په هند کې بیا نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

د کوچني اختر په لومړۍ ورځ په هند کې د نورو خلکو پرتله د هند مشهورو کرکټرانو هم مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي ورکړې ده.

مشهور کرکټر سچن ټنډولکر، محمد شامي، یوراج سینګ، عرفان پټان، ګوتم ګمبیر په ګډون نورو هندي کرکټرانو او د ای پي ایل لوبډلو په ټولنیزو رسنیو کې د اختر مبارکۍ په اړه پوسټونه کړي دي.

دا هم ولولئ

حضرت الله ځاځی ۲

حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډله پایلوبې ته ورسوله، دریم ځل د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه

حضرت الله ځاځي یو ځل بیا ښه او چټکه توپوهنه ترسره کړه او د پېښور …